د لاس رسي وړ اتصالات

محقق وايي د اسلامي دولت ډلې هزارګان تښتولي دي


دا لومړی ځل دی چې یو افغان مشر په دغه هېواد کې د انسان تښتوونې په پېښې کې د اسلامي دولت ډله ښکیله بولي.
دا لومړی ځل دی چې یو افغان مشر په دغه هېواد کې د انسان تښتوونې په پېښې کې د اسلامي دولت ډله ښکیله بولي.

د افغانستان د اجرايي ریاست دویم مرستیال محمد محقق وايي چې د اسلامي دولت ډلې، ۳۱ هزارګان تښتولي دي.

ښاغلي محقق وايي د طالبانو دوه پخواني مشران چې اوس د اسلامي دولت له ډلې سره یې بیعت کړی دی، د۳۱ هزارګانو د تښتولو مسول دي، دغه کسان د فبرورۍ په ۲۴ نېټه په زابل ولایت کې وتښتول شول.

ښاغلي محقق د شنبې په ورځ د فرانسې خبري اژانس ته دا خبره کړې ده.

دا لومړی ځل دی چې یو افغان مشر په دغه هېواد کې د انسان تښتوونې په پېښې کې د اسلامي دولت ډله ښکیله بولي.

ښاغلی محقق وايي د ملا عبدالله کاکا او ملا منصور دادالله په نامه د طالبانو دوه مخکني مشران چې اوس، داعش ته اوړېدلي دي، دغه کسان تښتولي دي.

نوموړی وايي د طالبانو دغه پخوانیو طالب مشرانوخپل پخوانی سپین بېرغ د داعش پر تور بېرغ بدل کړی دی.

د دغو ۳۱ مساپرو له تښتول کېدو وروسته، افغان امنیتي ځواکونو د هغوی د خلاصون لپاره عملیات وکړل، خو کومه نتیجه یې ورنکړه.

محمد محقق وايي تښتول شوي کسان اوس په دریو او څلورو ډلو وېشل شوي او د زابل ولایت په بېلا بېلو غرنیو سیمو کې ساتل کیږي، خو دی وايي چې معلومات ښيي تښتول شوي کسان لا هم ژوندي دي.

په افغانستان کې د اسلامي دولت موجودیت او فعالیتونه په پراخ ډول لیدل کیږي خو، افغان چارواکي دا خبره نه مني چې ګنې د دغو کسانو په تښتولو کې دې، د اسلامي دولت د ډلې لاس ولري.

XS
SM
MD
LG