د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د عراق د ځانمرګي برید مسولیت واخیست


دغه ځانمرګی برید د جمعې په شپه په یو ورزشي لوبغالي باندې شوی دی. لوبغالی د پلازمينې بغداد په ۴۰ کيلو مېترۍ کې دی.

د فرانسی خبري اژانس وايي برید کوونکي هغه مهال ځان والوزه، چې چارواکو د فوټبال له یوې سیالۍ وروسته پر لوبغاړو مډالونه وېشل.

په دغه برید کې شاوخوا ۴۰ تنه وژل شوي او ۸۰ نور ژوبل دي، ویل کیږي، چې ډېر قربانیان ملکیان دي. د برید مسولیت د اسلامي دولت ډلې اخیستی دی.

اخوا، د امریکا د دفاع وزیر اش کارتر وايي چې د اسلامي دولت ډلې په ضد جنګ کې د هغوی پوځ د پرمختګ په حال کی دی. کارتر دا خبره هغه وخت وکړه چې امریکایي ځواکونو د اسلامی دولت د مالیي چارو یو لوړ پوړی چارواکی وواژه.

ښاغلي کارتر وویل چې هغوی اوس پوهیږي چې د داعش په لیکو کې څوک او چېرته دي. امریکایی مامورین وایي عبد الرحمن مصطفی القدولي په سوریه کې په یو برید کې ووژل شو. د قدولي په سر اوه ملیونه ډالر انعام ایښودل شوی و.

XS
SM
MD
LG