د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د سوریې د یو ښار د پریښودلو نه مخکې ١٢٨ تنه وژلي


د اسلامي دولت ډلې د سورېې د القریاتین د سیمې نه د وتلو نه مخکې په لسگونو تنه ملکیان وژلې دي او د هغوې مړي یې په کوڅو کې پریښودي.

د سوریې حکومتي قواوې په دغه سیمې کې د ٢٢ ورځو راهیسې د داعش د وسله والو سره په جنگ و.

په برتانیې کې د سوریې د بشر د حقونو د څار ډلې په خپله ویبپاڼه لیکلې چې د اسلامي دولت ډلې شاوخوا ١٢٦ ملکیان وژلې دي. دغه ډله زیاتوي چې په وژل شوو کسانو کې ٨٣ په تیرو ۴٦ ساعتونو کې وژل شویدي.

د بشر د وضع د څار ډله دا هم وایي چې ١٢ تنه د سوریې حکومتي قواوو وژلي دي.

د اسلامي دولت شاوخوا ٢٠٠غړي د سوریې دښتې ته د هغې نه وروسته تښتیدلې دي چې د ملکیانو نه یې سرونه پرې کړل. د داعش غړو په دغو کسانو دا تور لگولی دی چې هغوي د سوریې د حکومت پلویان وو.

په القریاتین کې د مدني حقونو یو فعال عبدالله کریم امریکا غږ ته وویل چې شاوخوا ١٨٠٠٠ ملکیان لا په سیمې کې پاتې دي او هغوي بشري مرستو ته سخت ضرورت لري.

د القریاتین د سیمې ځایي چارواکو د سپټمبر په میاشت کې چې د اسلامي دولت ډلې دغه سیمه ونیوله، د ملگرو ملتونو نه خواست کړی و چې د القریاتین خلک د ممکنه قتل عام نه وژغوري.

XS
SM
MD
LG