د لاس رسي وړ اتصالات

داعش په سوریې کې ٣٥ تنه عسکر وژلې


په سوریې کې د اسلامي دولت د ډلې په تازه حملو کې شاوخوا ٣٥ تنه سوریایي عسکر وژل شویدي.

په بریتانیې کې مییشتې د سوریې د بشري حقونو لپاره څارونکې ډلې ویلي دي چې دغه بریدونو د تیرو دوو ورځو په جریان کې شویدي.

داسې رپورټونه خپاره شویدي چې د داعش ډلې یو برید د پلمیرا په سیمې کې ترسره کړ چې شاوخوا ١٥ تنه دولتي عکسر یې پکې ووژل او بل برید یې په السخنا کې وکړ چې ٢٠ تنه عسکر یې ووژل.

د داعش ډله ادعا کوي چې په دغه برید کې یې د سوریې په لسگونو عسکر زخمیان کړیدي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وایي چې د هغې نه وروسته چې په سوریې کې د داعش ډلې ته ماتې ورکړل شوه، دا د دغې ډلې لخوا تر ټولو لویه حمله ده.

د داعش د وروستیو حملو نه وروسته د غربي ملکونو هغه ادعاگانې ریښتیا بریښي چې وایي داعش اوس هم یو لوی خطر دی او د ختمولو لپاره یې باید هڅې جارې وساتل شي.

XS
SM
MD
LG