د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د داعش را‌‌‌‌‌‌ډیو بنده شوه


د خلافت غږ رادیو نشرات د تیرې یوې میاشتې راهیسې د ننګرهار په ولایت کې پیل شوي وو.
د خلافت غږ رادیو نشرات د تیرې یوې میاشتې راهیسې د ننګرهار په ولایت کې پیل شوي وو.

د ننګرهار چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې یې د خلافت غږ په نوم هغه نشرات بند کړي چې د داعش پر پلوۍ او د حکومت ضد خپرونې یې کولې.

د خلافت غږ رادیو نشرات د تیرې یوې میاشتې راهیسې د ننګرهار په ولایت کې پیل شوي وو.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوکیاڼي امریکا غږ ته وویل، چې حکومت په دې بریالی شوی چې دغه نشرات بند کړي.

ښاغلی خوگیانی وایي په دې تړاو نورې هڅې هم روانې دي، چې ددغه را‌‌‌‌‌‌ډیو نشراتي مرکز ته ورسيږي او هغه ونیسي.

د رادیو دغې فریکونسۍ چې د داعش پر پلوۍ به یې نشرات کول اوس پکې د افغانستان ملي سرود، ملي او سیمه ییزې سندرې نشرېږي.

د ننګرهار په ولایت کې ځینې سرچینې وایي چې د خلافت د را‌‌‌‌‌‌ډیو د نشراتو په بندولو کې ښایي میشتو بهرنیو ځواکونو مرسته کړي وي. دوی وایي ښایي دغه کار ایساف ځواکونو کړی وي.

ددغه ولایت اوسېدونکي وایي چې د وړمې شپې راهیسې د خلافت نشرات بند شوي او په همدغه پرېکونسۍ اوس سندرې غږېږي. دوی وایي چې حکومت باید د نشراتو ځای مشخص او کسان یې ونیسي.

د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رییس اورنګ صمیم وایي چې د داعش د را‌‌‌‌‌‌ډیو د خپرونو د بندیدو څخه خبر دی.

په مشخصه توگه دا نه ده څرگنده چې دا نشرات له کومې سیمې کېدل، خو دغه رادیو د جلال اباد ښار په ټولو سیمو کې په سمه توگه اورېدل کیده.

.

XS
SM
MD
LG