د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت: روسیې او طالبانو له یو بل سره تماس نیولی


د افغانستان د ملي امنیت مشر ونه ویل چې دغه تماسونه څنګه او کله نیول شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت مشر ونه ویل چې دغه تماسونه څنګه او کله نیول شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي روسیې او طالبانو د داعش پر ضد جګړې لپاره له یو بل سره تماسونه نیولي دي.

د ملي امنیت سرپرست مسعود اندرابي د شنبې په ورځ د افغانستان ولسي جرګې یوې غونډې ته وویل چې دا تماسونه نه د سیمې او نه هم د افغانستان په ګټه دي.

ښاغلي اندرابي وویل " تماسونه يې د دې لپاره نیولي چې ګنې د داعش مقابله کولی او داعش سره جنګ کولی شي."

خو هغه ونه ویل چې دغه تماسونه څنګه او کله نیول شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت سرپرست وویل چې افغان امنیتي ځواکونه په دې هڅه کې دي چې په افغانستان کې خپل مخالف وسله وال او په ځانګړي ډول بهرني جنګیالي وځپي او هره ورځ ددغو ډلو سره په مقابله بوخت دي.

ښاغلي اندرابي وویل " مونږ په ننګرهار کې ګرفتاریانې کړې دي په دې لاره کې مونږ شهیدان هم ورکړي دي ، مونږ مصمم یو او دا ګڼو چې د افغانستان دولت او امنیتي ارګانونونه هغه چینل دی چې کوی شو د داعش په خلاف په مبارزه کې برخه والو، نه د مخفي ملاقاتونو د تروریستانو سره، او دا به د سمیې په فایده نه وي د افغانستان په فایده خو بیخې نه ده ".

تیره میاشت د روسیې د چارواکو له خوا په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د ګواښ په هکله د طالبانو سره د اړیکو د نیولو په باب راپورونه خپاره شول.

طالبانو د دغې ادعا په باب ویلي وو چې دغې ډلې د داعش د ګواښ په باب ځکه له روسانو سره خبرې نه دي کړې چې په خبره يې داعش دومره لوی ګواښ نه دی چې پرې له کوم بهرني هېواد سره خبرې وشي.

داعشیان انتقال شوي نه دي

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست سرپرست ولسي جرګې د وکیلانو د پوښتنو د ځواب کېپه بهرنیو هلیکوپترونو کې د افغانستان ځینو سیمو ته د داعش د وسله والو د لیږدوالو په خپاره شوي راپورنه هم ناسم وبلل.

د ولسي جرګې د شنبې د ورځې دې غونډې ته د ملي امنیت د سرپرستسربیره د افغانستان د کورنیو چارو وزیر جنرال نورالحق علومي او د افغالنستان د دفاع د وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزی هم بلل شوي وو.

دغو دوو چارواکو د ژمي د موسم له تېرېدو او د پسرلي د رارسېدو سره سم یې یو ځل بیا په افغانستان کې د افغان حکومت د مخالفو وسله والو د سختو جګړو د پیلیدو په باب د وکیلانو اندیښنو ته ځوابونه ورکړل او د ژمي په موسم کې یې د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړي کیدو د پلانونو په باب خبرې وکړي.

د دفاع وزارت سرپرست ډیر ژر وکیلانو ته د امریکا د متحده ایالاتو له خوا افغان هوایي ځواک ته د A29 جنګي الوتکو د برابریدو خبر ورکړ وې ویل چې ددغو الوتکو لومړۍ جوپه به په راروانو ورځو کې افغانستان ته راورسیږي.

ښاغلي ستانکزي وویل " په ۲۰۰۶، ۲۰۰۷ او حتی په ۲۰۰۸ کلونو کې په هوایي ځواک باندې د پانګونې هیڅ اټکل نه وو شوی، کله چې یو کار ناوخته پیل کړې نتیجه یې هم ناوخته ګورو، خو اوس دې مسلې ته یوه اساسي پاملرنه ترسره شوې ده ، هغه اقدامات چې په ۲۰۰۹، ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کې شوي اوس یې یو څه نتیجه رابرسیره شوې ده چې ورسره په هوایي ځواکونو کې امکانات هم یو څه زیات شوي دي ".

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست له وکیلانو وغوښتل چې د چارواکو څخه د سختو پوښتنو د مطرح کولو پرځای د هغوی سره یوځای پرتو ستونزو ته د حل لاره ولټوي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي ددغه بحث په پای کې د جرګې له امنیتي او دفاغي کمیسیونونو څخه وغوښتل چې د وکیلانو اندیښنو ته په پاملرنې د ژمي په موسم کې د افغان امنیتي ځواکونو د چمتوالي د بهیر لپاره یو امنیتي پلان برابر کړي.

ښاغلي ابراهیمي وویل " نن مونږ د وزیرصاحبانو سره د خبرو چې ستاسو پوښتنو ته یې وړاندې کړل، دا ښيي چې دوی پلان لري ".

خو د ولسي جرګې رئیس وویل وکیلان د امنیتي ادارو د چارواکو له ځوابونو رضایت نه لري نو ځکه غواړي چې دا مسله د دغې جرګې د دوو امنیتي کمیسیونو له خوا تعقیب شي.

XS
SM
MD
LG