د لاس رسي وړ اتصالات

پر انټرنت د ترهګرو فعالیت او پرمختک امریکا اندیښمنه کړې


امریکايي چارواکي وايي داعش کولی شي د ټولنیزو رسنیو له لارې په امریکا کې خلک وهڅوي چې له هغوی سره یو ځای شي.
امریکايي چارواکي وايي داعش کولی شي د ټولنیزو رسنیو له لارې په امریکا کې خلک وهڅوي چې له هغوی سره یو ځای شي.

د امریکا د کورني امنیت وزیر جي جانسن وايي د نړیوال تروریزم په ضد جګړه پداسي حال کې نوي پړاو ته ننوځي چې د داعش په څېر ډلې هڅه کوي چې د ټولنیزو رسنیو په مرسته نور خلک یا خپلو لیکو ته راولي یا یې وهڅوي چې په خپلو سیمو کې بریدونه وکړي.

د امریکا غږ خبریال ویکټور بیټي په خپل راپور کې وايي، جي جانسن د ای بي سي تلویزون ته وویل چې داعش کولی شي د ټولنیزو رسنیو له لارې په امریکا کې دننه، کورني جهادیان وګماري.

جعفر هاند د ویکټور بيټي دا راپور پښتو کړی دی.

وړاندې دا خبره افشا شوې وه چې امریکايي څارونکي ادارې سلګونه پېښې څېړي چې معلومه کړي څوک په امریکا دننه کې د ترهګرۍ ګواښ پېښوي.

ښاغلي جانسن وویل "د انټرنټ د کارونې له کبله، موږ د هغه ازاد بریدګر په اړه مخکې له مخکې ډېر کم او یا هېڅ خبر نلرو، چې د برید هوډ لري. ځکه خو، په سیمه اییزه کچه د قانون پلي کوونکي باید ډېر وېښ او بېداره وي او موږ په پرلپسې ډول ورته همدغه یادونه کوو".

ښاغلی جانسن وايي د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له پېښې وروسته له هر برید او د برید له هرې هڅې نوې زده کړه شوې او د فدرال، ایالتي او سیمیز قانون پلي کوونکي له یو بل سره نژدې همکاري لري.

تېره اونۍ د فدرالي تحقیقاتو د ادارې مشر جیمز کومي وویل ښايي د اسلامي دولت ډله پر انټرنټ په زرګونو پلویان ولري خو دا ستونزمنه ده چې څرګنده شي چې په دوی کې څوک په امریکا کې دننه رښتینی ګواښ پېښوي.

د همدې میاشتې په سر کې دوو وسله والو په ټکساس کې د اسلام پیغمبر ته منسوب د کارتونونو په یوې سیالۍ باندې برید وکړ چې بیا د پولیسو په متقابلو ډزو کې ووژل شول.

ښاغلي کومي وايي د دوی ادارې وار د مخه د ټکساس پولیسو ته د ایلټن سمپسن او نادر صوفي په اړه خبرداری ورکړی و.

دی وايي خلک باید په ټولنیزو رسنیو کې د داعش غولوونکو پیغامونو ته د رد ځواب ورکړي "مسلمان مشران تر حکومتي ادارو ډیرښه د داعش په خلاف خبرې کولی شي. موږ چې کله د ټولنو او مسلمان مشرانو سره ګورو هڅوو یې چې دا کار وکړي. ځینو یې وار د مخه دغه کار پیل کړی. موږ یو لړ پرمختګونه هم لیدلي، خو باید په دغه برخه کې تر هغه چې کېدی شي، ډېر کار وشي".

ښاغلی جانسن وايي له هغې ورسته چې د فدرالي تحقیقاتو ادارې خبرداری ورکړی چې ښايي داعش پر پوځ او پولیسو برید وکړي، د امریکا پوځ عملي او محتاط ګامونه پورته کړل چې په ټول هېواد کې د پوځي مرکزونو امنیتي تدابیر زیات کړي.

فاکس ټلویزون بیا د یکشنبې په ورځ د کانګرس د کورني امنیت د کمېټي د مشر مایکل مکول له خولې وویل چې په سیمه اییزو پولیسو او پوځي نظامي اډو باندې د بریدونو ګواښ ډېر شوی دی.

ښاغلي مکول وویل " موږ دا شیان هره ورځ وینو. دا ډیر اندېښمنوونکي دي. زه په فرانسې کې د شارلي اېبډو د مجلې په قضیه کې د ترهګرۍ د مخنیوي له کارپوهانو سره ګورم، چې څنګه له عراق او سوریې نه اروپا ته د را روانو جنګیالیو مخه ونیسو. بیا همدغه کار په امریکا کې هم لیدل کیږي چې ترهګر په انټرنټ فعاله کیږي. رښتیا هم ترهګري په یوه ساري وبا بدله شوې".

ده وویل امریکا له دوو ګواښونو سره مخامخ ده، لومړی د هغو جنګیالیو له لوري چې له منځني ختيځ نه وځي او دویم په کور د ننه د هغو زرګونو کسانو له لوري چې د داعش په یو انټرنټي پیغام سره وسله پورته کوي.

ده ګواښنه وکړه چې په منځني ختيځ او افریقا کې د ناکامو دولتونو شتون، دغه ګواښ ته نور هم پراختیا ورکوي.

XS
SM
MD
LG