د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د اسلامي بانکدارۍ د پراخولو هڅه


د افغانستان د سوداگرۍ او صنایعو د خونې مسؤلین وايي چې د المالي شرکت په همکارۍ به چې په خلیج کې د باکدارۍ د یو ستر شرکت یوه څانگه ده، هڅه وکړي چې په افغانستان کې د اسلامي بانکدارۍ سیستم پراخ کړي.

د سوداگرۍ او صنایعو د خونې مسولینو د دوشنبې په ورځ د المالي شرکت سره د تړون د لاس لیک کولو پر مهال وویل چې په افغانستان کې د اسلامي بانکدارۍ ترویج هم خصوصي سکتور او خلکو ته ځانگړی اهمیت لري.

د افغانستان د سوداگرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل چې په دې پروژه کې دیني عالمانو ته سیمینارونه او کنفرانسونه جوړیږي چې هغوی خلک ددې بانکي نظام سره پیوستون ته وهڅوي. د ښاغلي الکوزي په وینا دا پروگرام په افغانستان کې د اسلامي بانکدارۍ د سیستم د پوهاوي او تبلیغ لپاره ډیره مهمه ده.

د المالي شرکت استازي احمد گولیف وویل چې د اسلامي بانکدارۍ د سیستم نه یواځې په اسلامي هیوادونو کې بلکې په زیاتو غیر اسلامي هیوادونو کې هم هر کلی شوی دی او په نړۍ کې یې زیات پلویان موندلي دي.

ښاغلي گولیف په افغانستان کې ددې پروژې د ترویج په هکله په خوشبینۍ سره وویل چې د اسلامي بانکدارۍ سیستم په اسلامي اصولو و ریښو باندې ولاړ دی او په افغانستان کې به مثبت بدلونونه رامنځ ته کړي.

د افغانستان د سوداگرۍ د خونې مرستیال وویل چې همدا اوس د خصوصي سکتور په سلو شپیته مسوولین د دیني حساسیتونو او د سود د کچې د لوړتیا په وجه د هغو پورونو څخه چې یو شمیر بانکونه یې برابرويگټه نه اخلي. د اسلامي بانکدارۍ څخه د خلکو نه خبرتیا د ښاغلي الکوزي په وینا ددې وضیعت عمده دلیل دی.

اسلامي بانکداري هم د نړۍ د مروجې بانكدارۍ هدفونه تعقیبوي، یعنی د خلکو څخه د خورو ورو پیسو راټولول، او د گټې لپاره د پیسو په کار اچول، خو په اسلامي بانک کې فعالیتونه د اسلاميمعاملو د فیقې په بنسټ ترسره کیږي چې اساي اصل په کې د یوې معاملې څخه د لاس راغلي سود او گټې ویشل او د سود ورکولو څخه ډډه په ځانگړې توگه له مخکې ټاکل شوې گټې څخه ډډه کول.

د افغانستان بانک پخوانی رئیس عبدالقدیر فطرت وایي چې د گټه د اسلامي بانکدارۍ او د نړۍ د مروجې باندکراۍ ترمنځ بیلوونکی حد دی. په دې معنا چې په اسلامي بانکدارۍ کې د گټې نرخ، سود یا ربا جواز نه لري او په سنتي بانکدارۍ کې د گټې له نرخ څخه د د گټې د یو بنسټیز عامل په توگه استفاده کیږي.

د نړۍ د مروجې بانکدارۍ په نظام کې په بانکي حسابونو کې جاري حساب، سپما، د معیادي امانتونو حسابونه او د پانگې حسابونه شامل دي چې د جاري حسابونو پرته نورو حسابونو ته گټه ورکول کیږي.

د اسلامي بانکدارۍ څیړونکی عبدالعزیز آریایي د امریکا غږ ته وویل چې د اسلامي بانکدارۍ او د نړۍ د مروجې بانکدارۍ ترمنځ یو اساسي توپیر د اسلامي احکامو له مخې د حلال او حرام اصل دی.

ښاغلی آریایي زیاتوي چې اسلامي بانکداري نه شي کولای په هغو معاملو کې شریک شي چې په اسلام کې حرام گڼل کیږي، لکه د الکولي مشروباتو په تولید، قمار خانو، نشه یی توکو او داسې نورو کې پانگونه چې په اسلام کې حرام گڼل شوي دي.

په دې توگه په افغانستان د اسلامي بانکدارۍ بریالیتوب او د اوسڼيبانکي سیستم ځای نیول د فکر وړ مسله ده. ښاغلی فطرت وایي په اوسني وخت کې په افغانستان کې د اسلامي بانکداۍ بنسټیز کیدل د جدي ستونزو سره مخامخ دي.

ښاغلی فطرت وایي اسلامي بانکداري د افغانستان په شان د اسلامي هیوادنو پر ځای تر زیاته حده په غربي هیوادونو کې کیدای بریالی اوسي ، ځکه چې د هغه په وینا په لویدیځو هیوادونو کې سیستم او قانونه موجود دي او پلي کیږي هم، او که څوک سرغړونه وکړي تقیبیږي هم.

سربیره پر دې ښاغلی فطرت وایي چې په افغانستان کې د تفتیش سیستم نه دی بنسټیز شوی، امنیت نشته، او اقتصادي غیر قانوني فعالیت زیاد دی. نو د هغه په باور په داسې حالاتو کې په افغانستان د اسلامي بانکدارۍ بنسټیز کیدل ممکن نه بریښي.

په څو تیرو کلونو کې یو شمیر بانکونه چې په افغانستان کې فعالیت کوي د اسلامي بانکدارۍ څانگې یې هم فعالې کړې دي. خو د سوداگرۍ او صنایعو د خونې د مسؤلینو په وینا یو شمیر خلک اوس هم د دیني حساسیتونو په وجه ددې خدمتونو څخه گټې اخیستنې ته چمتو نه دي.

XS
SM
MD
LG