د لاس رسي وړ اتصالات

اسماعیل خان: په سوریې کې د افغانانو وژل کېدل نوې موضوع نه ده


د سوریې په جګړه کې د افغان جنګیالیو د ګډون په اړه د افغانستان د اجرائیه رئیس د دویم مرستیال، محمد محقق له جنجالي څرګندونو څخه وروسته په هرات ولایت کې جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان ویلي چې پدغه جګړه کې د افغانانو حضور نوې موضوع نه ده.

ښاغلي اسماعیل خان له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي دي چې د ایران رهبر د جګړې د قربانیانو له کورینو سره لیدلي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې د راپورونو پر بنسټ، ایران په زرګونه شیعه افغانان روزلي او سوریې ته يي لیږلي دي.

افغان جهادي قوماندان اسماعیل خان دا راپورونه مني او وایې چې "ډیرو کورنیو د خپلوانو مړي بیرته راوړل چې په سوریه کې وژل شوي وو او دلته یې جنازې وکړې. دا خبره په محلي رسنیو کې څو ځلې خپره شوې ده. دا اوس ډیر عادي شیان دي".

اسماعیل خان په داسې یو وخت کې د سوریې په جګړو کې د افغانانو د وژل کېدو یادونه کوي چې ښاغلي محقق په ایران کې د "اهل بیت د محبانو او د تکفیریانو د مسلې" په نامه یوې غونډې کې د ایران لخوا د ګمارل شویو افغان جنګیالیو له مبارزو څخه "د زړه له کومې مننه" وکړه.

ښاغلي محقق تردغو جنجالي خبرو وروسته چې د ډیرو خلکو غبرګون یې راپارولی دی، وویل چې په ایران کې یې څرګندونې، شخصي نظر و او د افغان حکومت رسمي دریځ نه بیانوي.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د محقق څرګندونې به په جدي توګه وڅېړل شي.

په لاندې وېډیو کې د اسماعیل خان د څرګندونو ترڅنګ د یوې افغانۍ کورنۍ کېسه واورئ چې اولادونه یې د سوریې په جګړو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG