د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ په لمړي ځل پي ټي ایم 'سوله ایز' بللی


د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور په خپلې یوې تازه مرکې کې ویلي دي چې د پښتونخوا ولس د ترهگرۍ ضد جگړې کې ډیر ځبل شوېدی او گیلې یې پرځای دي

دا لمړی ځل دی چې د پاکستان د پوځ ویاند د پي ټي ایم لپاره نرمه لهجه کاروي. د یادونې وړ ده چې د تح‏ریک د پیلیدو نه وروسته جنرال غفور څو ځله د پښتون تحریک ته د بدو عواقبو خبرداری ورکړی و.

جنرال غفور د پاکستان ټلویژن ای آر وایي ته په یوې ځانگړې مرکې کې د پي ټی ایم په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې "د پښتونخوا ولس ناراضه دي. وطن مور وي او د هغوي په زخمونو به ملهم لگوو. حکومت به هغوي ته کارونه ورکوي، د ژوند اسانتیاوي به ورته برابروي."

د پوځ ویاند دا هم وویل چې که دغه پښتانه د پي ټي ایم د لارې خپل جایزې غوښتنې کوي نو په دې کې هیخ ستونزه نه ویني.

اصف غفور وویل "په مطبوعاتي غونډې کې د هغه نه سوال وشو چې د پي ټي ایم ضد اقدام ولې نه کوي نو پي ټي ایم خو یو سوله ایز تحریک دی. زما د پي ټي ایم د مشرانو او ملاتړو نه دا غوښتنه ده چې د حکومت سره خبرې وکړي."

جنرال اصف غفور د پي ټي ایم د تحریک د راپورته کیدو د عواملو په اړه وویل: "کله چې د افغانستان نه ترهگر پاکستان ته راغلل نو د خیبر پښتونخوا او په خاصه توگه قبایل د دغو ترهگرو د لاسه ډیر وځورل شول او د هغې نه وروسته چې د پاکستان پوځ د ترهگرو ضد عملیات شروع کړل نو قبایل خپلو کورونو پرښودو ته مجبوره شول.خبیر پښتونخوا او په قبایلو کې داسې کوڅه نشته چې هلته څوک د ترهگرۍ نه اغیزمن شوې نه وي. نو زه دا فکر کوم چې د دغې سیمې خلک څومره باتوران دي، مثال یې په نړۍ کې نشې لیدل کیدی. "

د مسلو یواځې منل نه، حل یې غواړو - محسن داوړ

د پښتون تحفظ تحریک اساس ایښودونکي غړي محسن داوړ د پوځ د ویاند د څرگندونو په غبرگون کې امریکا غږ ته وویل چې دا ډیره ښه خبره ده چې پوځ ومنله چې د پښتنو سره ظلم شویدی خو یواځې دا پوره نه ده. هغه زیاته کړه

"مونږ یواځې دا نه غواړو چې دوي دې دا ومني چې زمونږ سره ظلم شویدی. مونږ غواړو چې دوي زمونږ مسلې حل کړي. خو دا هم ډیره لویه خبره ده چې پوځ ومنله ځکه چې اول خو دوي احتجاج زمونږ حق هم نه گڼه. هره لاره یې وآزمویله. هم د دوي د لاسه زمونږ دا حال دی. پکار ده چې اوس دا مسلې حل شي."

د پښتون تحفظ د تحریک د مشرانو او غړیو نه علاوه د سیاسي چارو مبصرینو هم د پوځ د ویاند د څرگندونو هرکلې کړیدی

XS
SM
MD
LG