د لاس رسي وړ اتصالات

اسرایلو د غزې د تړانګې لارې بندې کړي دي


د اسرایلو پوځ د غزې د تړانګې شاوخوا ته اصلي لارې بندې کړي دي. داسې فکر کیږي چې اسرایل په فلسطینانو باندې ځمکني جنگ ته تیاری نیسي.

نن سهار وختي د غزې په تړانگې باندې د اسرایلو په هوایې حملې کې د حماس د کابینې مرکز تباه شو.

د دې هوایي حملې نه مخکې د اسرایلو او فلسطینیانو تر منځ په غزه کې د راکټونو ډزې وشوې. د فلسطینانو یو توغندی د بیت المقدس نه د باندې لگیدلی دی. حماس وایي په دغه مقدس ښار باندې یې دغه بې ساری حمله کړیده.

اسرایلو په مقابل کی په پنځه اویا زرو عسکرو علاوه زرگونه نور احتیاطي عسکر اچولي دي.

فلسطیني چارواکي وایي په تیره اونۍ کې د اسرایلو د هوایي حملې د پیل کیدو راهیسې اته دیرش تنه په غزې کې وژل شویدي. د رپوټونو له قراره، درې کسه اسرایلیان د حماس د راکټو په ډزو کې مړه شویدي.
XS
SM
MD
LG