د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما د اسرایلو د صدراعظم سره د ایران په هکله خبري وکړې


د امریکا ولسمشر براک اباما نن د ایران په اټمي پرگرام د خبرو دپاره په داسی حال کې د اسرایلو د صدراعظم بنجامین نیتیان یاهو کوربتوب کوي چې یوه ورځ مخکي یی وویل چې هغه د دی مسلې د حل دپاره د زور په ځای ډیپلوماسي ښه بولی.

په سپنې ماڼې کی دا ننې غونډه په داسې حال کې کیږي چې د ایران د اټمي پرگرام په باره کې د نړیوالو اندیښه زیاته شویده چې لومړی به اسرایل په ایران گوزار وکړي.

ښاغلي اباما پرون په واشنگتن کې د اسرایلي الالصله امریکایانو د عامه چارو کمیټې ته وویل چې اوس د دې وخت دی چې د فشار د زیاتیدو اثر وگورو او د ایران د اټمي وسلو د پرگرام د پرمخ بیولو په ضد پراخ نړیوال اتلاف ته ادامه ورکړو.

ښاغلي اباما ددغه با نفوذه کمیټې غړوته په وینا کې وویل چې د ایران سره د جګړې په باره کې لا د وخته ډیري ښکاره خبري کیږي، خو ښاغلي اباما همدغه راز بیا هم دغه خبره وکړه چې هغه د اټمي وسلې د ترلاسه کولو نه د ایران د مخنوي لپاره د نظامي اقدام په شمول په خپلې خبری ولاړ دی.

ښاغلي نیتیانیاهو پرون وویل چې د ښاغلی اباما د تبصرو قدردانی کوي چې ویلی یی دي چې ټولی لارې خلاصی دی او اسرایل باید د هر ډول گواښ په ضد خپلی دفاع ته تیار وي.

د اسرایلو رهبر به نن وروسته د اسرایلي الالصله امریکایانو د عامه چارو کمیټې ته وینا وکړي.

XS
SM
MD
LG