د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیلو پخوانی وزیر ایران ته د جاسوسۍ په تور بندي کیږي


د اسرائیل دغه وزیر په خپل جرم اعترا کړی دی
د اسرائیل دغه وزیر په خپل جرم اعترا کړی دی

د اسرائیلو یو پخوانی وزیر چې ایران ته یې په جاسوسۍ اعتراف کړی و، ښايي په ۱۱ کالو بند محکومه شي.

د اسرائیلو د عدلیې وزارت وايي ګونن سګیف، چې په ۱۹۹۵-۹۶ کلونو کې د اسرائیلو د انرژۍ وزیر و، په خپل جرم اعتراف کړی دی. د هغه محکمه بله میاشت ده او وړاندوینې داسې دي چې ښاغلی سګیف به په ۱۱ کلونو بند محکوم شي.

نوموړی ځینې نورې دوسیې هم لري. هغه په ۲۰۰۴ کال کې د نشه يي توکو د قاچاقو او په جعلي دپلوماتیک پاسپورت هالند ته تللی و. هغه همدغه راز له بانکي حسابونو څخه په ناوړه استفادې او جعل کارۍ هم تورن دی. ښاغلی سیګف په ۲۰۰۷ کې له زندان خوشې شو او بیا افریقا کې مېشت شو.

نوموړی تېره تېره میاشت ایران ته د اسرئیلو د امنیتي سیمو او انرژۍ په اړه د پټو معلوماتو د ورکولو په تور ونیول شو. د اسرائیلو د استخباراتو اداره وايي چې ښاغلي سګیف دوه وارې په ایران او څو وارې له ایران د باندې په هوټلونو او اپارتمانونو کې له ایراني مامورانو سره لیدلي وه.

تېره میاشت د ایران د اطلاعاتو وزیر وویل چې تهران د خپلو غلیمو هېوادونو د کابینې د ځینو غړو په ګډون لوړ پوړي چارواکي ګمارلي دي چې ایران ته جاسوسي وکړي خو د اسرائیلو د دغه وزیر نوم یې وانخیست.

د ښاغلي سګیف مدافع وکیلانو ویلي دي چې موکل یې له ایرانیانو سره تماسونه لرل خو دا تماسونه له "دښمن" سره د مرستو لپاره نه وو.

XS
SM
MD
LG