د لاس رسي وړ اتصالات

د جودو نړیوال فدارسیون انګیري چې ایران به له اسرائیلو سره لوبې وکړي


د قاهرې د جودو په نړیوالو لوبو کې د فرانسوي او ایراني لوبغاړو سیالي
د قاهرې د جودو په نړیوالو لوبو کې د فرانسوي او ایراني لوبغاړو سیالي

د جودو ورزش د مقرراتو په اړوند د ایران لیک د جودو د نړیوال فدراسیون او اسرائیل له لورې ستایل شوی دی.

د جودو نړیوال فدراسیون د ایران څخه وراستول شوی لیک د شنبې په شپه (می ١١) چاپ کړی چې په کې ویل شوي ایران به "په بشپړه توگه د المپیک منشور او د هغې غیرتبعیضي اساساتو ته درناوی وکړي"، خو نور جزییات یې ندي ورکړي.

دغه لیک د جودو د نړیوال فدراسیون او اسرائیل له لورې داسې گڼل شوی چې د ایران اسلامي جمهوریت به خپلو لوبغاړوته اجازه ورکړي چې له اسرائیلي لوبغاړو سره سیالۍ وکړي.

د جودو نړیوال فدراسیون ته د ایران لیک
د جودو نړیوال فدراسیون ته د ایران لیک

د جودو نړیوال فدراسیون او اسرائیل دواړو ددغه تصمیم هرکلی کړی، خو پخپله ایران پدې اړه چوپتیا غوره کړې ده.

ایراني رسنیو د یکشنبې په ورځ دغه خبره "بې اساسه" وگڼله او د ایران د جودو فدراسیون سمدستي پدې هکله له تبصرې ډډه کړې ده.

ایراني جودو کاران د نورو لوبغاړو په څیر په عادي توگه په داسې حال کې د اسرائیلي لوبغاړو سره سیالۍ کوي چې ایران اسرائیل د یو دولت په حیث په رسمیت نه پیژني.

د اسرائیل د جودو فدراسیون رئیس موشی پونته د اسوشیتیدپرس اژانس ته ویلي چې هغه د جودو د نړیوال فدراسیون ددغه زړور او سم تصمیم هرکلی کوي چې دغه لیک یې په خپله ویبپاڼه چاپ کړی دی.

تر دې مخکې په یو شمېر نور سیالیو کې ایراني لوبغاړو له اسرایلي لوبغاړو سره له لوبو او سیالیو کولو ډډه کړې وه.

XS
SM
MD
LG