د لاس رسي وړ اتصالات

اسرایل لا هم د تل ابیب برید کوونکي نه دي پېژندلي


د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ په وروستي تاوتریخوالي کې لسګونه کسان وژل شوي دي.
د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ په وروستي تاوتریخوالي کې لسګونه کسان وژل شوي دي.

په تل ابیب کې د اسرائیلو پولیس کوښښ کوي هغه ټوپک والا پیدا کړي چې د یوې شرابخانې د باندې یې ډزې کړي، دوه تنه یې وژلي او درې نور یې زخمي کړیدي.

امنیتی کمره ښیي چې ټوپک والا ډزې کوي، ځینې خلک نژدې رستوران ته ځي او کوښښ کوي چې ځانونه پټ کړي.

یوې عینې شاهدې نادیې وویل"مونږ د ویرې پښې رپېدو،قریب اته کسه وو په تحویلخانه کې پټ شوو، د دروازې شاته ودرېدو چې هغوي و نه شي کړی داخل شي."

تر اوسه ددې حملې هدف نه دی معلوم.

همدغه راز دا هم نه ده معلومه چې دا حمله په اسرایلیانو باندې د فلسطینانو په حملو پورې مربوطه ده که نه؟

نادیي وویل، دا ځکه یوه ډاروونکې صحنه وه چې دغسې پېښې په درسته نړۍ کې کیږي.

دا حمله په داسې وخت کې وشوه چې، د ٢٣ وژل شوو فلسطینانو مړي چې، په اسرایلیانو باندې د څو تازه حملو په دوران کې وژل شوي وو، لویدیځې غاړې ته یوړل شول.

داسی ښکاري چې اسرایلو د تاوتریخوالي د حل کولو د پاره د جمعې په ورځ مړي انتقال کړل.

د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ په وروستي تاوتریخوالي کې له دواړو خواوو څخه لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG