د لاس رسي وړ اتصالات

د 1967 کال نه وړاندې سرحدونه نه منو، نیتن یاهو


د اسرائیلو صدر اعظم بینیامین نیتن یاهو ته د امریکا په پارلمان کې تود هرکلی وویل شو
د اسرائیلو صدر اعظم بینیامین نیتن یاهو ته د امریکا په پارلمان کې تود هرکلی وویل شو

داسراېېېلو صدراعظم نیتانېاهو وايي دیته چمتو دی چې له فلسطېنېانو سره دسولی دردناکه ژمنه وکړی، خو هغه ووېل چې اسرائیل به د 1967 م کال نه مخکې سرحدونونه ونه مني.

رپوټ وايي ښاغلي نتانېاهو ته دامرېکا په کانګرېس کې، دسه شنبی په ورځ ډېر تود هرکلی ووېل شو. نتانېا هو ووېل دده هېواد به هغه سرحدونه چی دی ېې ددفاع وړنه بولی ونه منی.

دغه سرحدونه د 1967 م کال د شپږ ورځنی جګړې نه مخکی سرحدونه چې داسراېېلواو فلسطېن ترمنځ موجود وو. هغه ووېل چې دا شخړه د فلسطېن ددولت د جوړېدلو په سرنده، بلکه په دې ده چې فلسطېنېان دېته لېوال ندی چې ېهودی دولت ومنی.

داسراېېېلو صدراعظم نتانېاهو ووېل چې اسراېېل به د فلسطېن ددولت په جوړېدلو کې دانداز په لحاظ له پراخه لاس نه کار واخلی خو بېت المقدس به هېڅکله تقسېم نشی.

نتانېا هو ووېل چې اسراېېل به د فلسطېن له دولت سره چې دحماس ملاتړ ېې ترشا دی مذاکرات وکړی ، نتانېا هو په خپلو خبرو کې دحماس ډله د فسلطېن القاعده وبلله.

نتانېاهو دخپلو خبرو په ترڅ کې دامرېکا کانګرېس ته دوېنا په فرصت کې اسراېېل دامرېکا ډېر پوخ دوست هېواد وباله.

تردې مخکی هم داسراېېلو صدراعظم نتانېا هو ووېل چې د سولی په معامله کې داسراېېلو او فلسطېن ترمنځ هغه سرحدونه نشی شامل کېدلی چې اسراېېل ترېنه دفاع نشی کولی. په دې توګه اسراېېل د 1967 م کال سرحدونو ته نشی ورستنېدلی.

د اسراييلو د عامه اړېکو د يوې لوېې اداری AIPAC په مخکي په يوه وينا کښي ددوشنبی په ورځه صدراعظم نيتانياهو ووېل چې سوله به ېوازې هغه وخت منځته راشی چې فلسطېېنان داسراېېلو د موجودېت حق وپېژنی.

ښاغلي اوباما دعامه اړېکو همدغی ادارې ته چې له اسراېېلو سره خواخوږی لری ووېل چې سوله هغه وخت منځته راتللی شی چی اسراېېل داسی سختی شراېط غوره کړی چې هغه په منځنی ختېځ کې د سولی د توافق لپاره ضروری دی.

په دغو سختو شراېطو کې ېوهم دامرېکا د جمهوررئېس په وېنا د 1967 م کال نه مخکی سرحدونو منل دی چې د سولی د مذاکراتود بنسټ په توګه ومنل شی.

خو نيتانياهو بيا هم د بارک اوباما دغه پيشنهاد ردکړی چي د فلسطينانو سره د سولي په خبرو کښي دي د ۱۹۶۷ کال د شپږ ورځني جنګ دمخه سرحدونه د اعتبار وړ وبلل سي او ېوشمېر سيمي دي تبادله سي .

نيتانياهو په عين حال کښي اعلان وکړ چي دی به نن د امريکا د کانګرس په مخکښي په يوه وينا کښي د منځني ختيځ دسولي په باب خپل نظريات وړاندي کړي.

XS
SM
MD
LG