د لاس رسي وړ اتصالات

بنیامن نتنیاهو وایي د غزې جگړه اوږدمهاله ده


د غزې جگړه
د غزې جگړه

اسرائیلی ځواکونه په غزه کې خپلو بریدونو ته پداسې حال کې دوام ورکوي چې صدراعظم بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړی و چې کیدای شي دا بریدونه تر اوږده مهاله دوام وکړي.

د فلسطین روغتیایي چارواکو وویل تر نن سه شنبی پورې د وژل شویو خلکو ټول ټال شمېر له ١١٠٠ کسانو څخه اوښتی دی.

په وژل شویو کې زیاتره ملکي کسان شامل دي. پر غزه د تېرې شپې بمباري د اسرائیلي ځواکونو لخوا د بریدونو له پیل څخه وروسته تر ټولو سخته شپه وه.

په نښه شویو ودانیو کې د حماس د ډلې د یوه مشر کور او د حماس د الاقصا په نوم د تلویزیون او راډیو ودانۍ هم شاملې دي.

دا بریدونه یواځې څو ساعته وروسته له هغه پیل شول چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په یوه تلویزیوني وینا کې خپلو خلکو ته ووېل چې د حماس پر وړاندې اوږد مهالې نظامي مبارزې ته ځان چمتو کوي.

هغه وویل " موږ پوهېدلو چې سختې ورځې په مو په مخ کې وي، همدا یوه سخته او دردونکې ورځ ده. موږ باید حوصله ولروو اودا اراده ولرو چې د یوه بې رحمه ترهگر سازمان پر وړاندې چې زموږ نابودول غواړي، خپلې مبارزې ته دوام ورکړو."

هغه زیاته کړه چې دا پوځي عملیات به تر هغه وخت پورې ونه دریږي چې اسرائیلي ځواکونه هغه تونلونه چې د حماس وسلوال اسرائیلو ته د ننوتلو لپاره ورڅخه کار اخلي، په بشپړه توگه له منځه نه وي تللي.

اسرائیلي ځواکونو نن اعلان وکړ چې پنځه جنگیالي یې چې له دې تونلونو څخه ېې کار اخیستو وژلي دي. د جولای د اتمی نېټی راهیسې په دې بریدونو کې ٥٣ اسرائیلي سرتېري او ٣ ملکیان وژل شوي دي.

د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه ئي نن ویلي چې اسرائیل په غزه کې قتل عام کړی او اسلامي نړۍ باید د فلسطین د خلکو پر مسلح کولو کار وکړي.

هغه وویل " هغه څه چې نن د صهیونیستي رژیم چارواکي په غزه کې کوي هغه قتل عام او یو لوی تاریخي مصیبت دی. مجرم اسرائیل او د مجرم ملگري باید په نړېواله کچه محکوم او باید سزا ورکړل شي."

نړېوال مشران په دې کې پاتې راغلل چې دا شخړه کراره کړي که څه هم هغوی څو څو ځلې هڅې وکړلی چې د اسرائیل او حماس ترمنځ یو اوربند رامنځ ته کړي.

د اسرئیل او حماس ترمنځ د تاوتریخوالي رپوټ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00

د جمهور رئیس اوباما حکومت پرون د بهرنیو چارو د وزیر جان کېري د دریځ ملاتړ وکړ. اسرائیلي رسنیو پرهغه دا نیوکه کوله چې گواکي د هغه هلې ځلې زیاتره د حماس په گټه دي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون یوځل بیا د جگړې د درولو غږ وکړ او دواړه خواوې یې د غېر مسؤولانه او له اخلاقي پلوه په ناسمو کړنو تورن کړل.

XS
SM
MD
LG