د لاس رسي وړ اتصالات

عباس: فلسطین دي په رسمیت و پېژندل شي


عباس: فلسطین دي په رسمیت و پېژندل شي
عباس: فلسطین دي په رسمیت و پېژندل شي

په ملګرو ملتونو کې په خپلې وینا کې د فلسطین جمهور ریْس محمود عباس په رسمي توګه د ملګرو ملتونو نه وغوښتل چې فلسطین دي په رسمیت وپیژندل سي.

بل پلو ته بیا په لویدیځه غاړه کې نښتې شوي دي.

د جمعې په ورځ وروسته له هغه نه چې د فلسطینیانو او اسرایلیانو ترمنځ اختلافات رابرسیره شول اسرایلي قواوو د لویدیځې غاړې د نابلس په سیمه کې یو فلسطینی وواژه. په عین حال کې فلسطینیانو په ختیځ بیت المقدس او رامالا کې پر اسرایلي قواوو باندي د ډبرو حملې کړي دي.

ښاغلی عباس نن د جمعې په ورځ د دې دپاره چمتوالی نیسي چې په رسمي توګه د ملګرو ملتونو نه وغواړي چې د هغه هیواد په رسمیت وپېژني. د فلسطین ددغه اقدام سره آمریکا او اسرایل مخالفت لري.

نن به د دریمې ورځی لپاره د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې غونډه وکړي. په ننۍ غونډې کې به د عراق، د جنوبي سوډان د نوي ملک، او د اسراییلو مشران خبری وکړي.

عمومی بحث به د شنبې او دوشنبې د ورځې نه تر راتلونکې جمعی تر ورځې دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG