د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو: د فلسطین د خپلواکۍ غوښتنې هڅه به ناکامه شي


نتنیاهو: د فلسطین د خپلواکۍ غوښتنې هڅه به ناکامه شي
نتنیاهو: د فلسطین د خپلواکۍ غوښتنې هڅه به ناکامه شي

د اسراییل صدراعظم بنیمن نتنیاهو وایي د فلسطین هغه هڅه به ناکامه شي چی غواړی د ملګرو ملتونو امنیت د شورا له خوا د یوه خپلواکه دولت په توګه وپیژندل شی.

هغه وویل فلسطینی چارواکي پدې کار د اسراییل سره د سولی د مذاکراتو موافقه تر پښو لاندی کوي.

نتنیاهو دا خبرې په بیت المقدس کې د خپلی کابینی سره د اونیزی غونډی په ترڅ کی او په نیویارک کی د ملګرو ملتونو په غونډه کی د ګډون نه مخکی وکړی.

تنیاهو د کابینې غړو ته د وینا پر وخت وویل چې اسراییل پدې باور دي چې څنګ تر څنګ د دوو دولتونو د را منځ ته کیدو لاره یوازې د دواړو خواو تر منځ مخامخ خبرې دي.

"که دوی وغواړي نو مونږ دې ته چمتو یو چې د خپل ګاونډی فلسطین سره د سولی دپاره مخامخ خبرو ته کینو. زه فکر کوم کله چی دا دووړې تیرې شي نو په ملګرو ملتونو کی ددې خبرو وروسته به دوی دا احساس وکړي".

"زما هیله دا ده چی دوی ددې غوښتنی څخه چی د سولی د مذاکراتو څخه ښکاره سرغړونه ده، تیر شي ځکه همدا مذاکرات دي چی هم مونږ او هم زمونږ ګاونډیو ته سوله او ثبات را منځ ته کولای شي".

د ملګرو ملتونو په سږنۍ غونډه کې چې ټاکل شوې سبا ته پیل شي، د پام وړ یوه مهمه مسله د فلسطین د غړیتوب موضوع ده.

د امنیت شورا به د همدې موضوع په اړه په خبرو بوخته وي.

د ریاض منصؤر په قول چې په ملګرو ملتونو کې د فلسطیني ادارې څارونکی دی، د ملګرو ملتونو د یو سلو درې نوي غړو څخه یو سلو شل لا دوخته فلسطین د ۱۹۶۷ کال د سرحدي کرښو له مخی په رسمیت پیژني.

محمود عباس د جمعې په ورځ وویل چې دی به بیا هم په ملګرو ملتونو کې د یو سلو څلور نویم غړي په توګه د غړیتوب د تر لاسه کولو هڅو ته په نه ستړي کیدونکې توګه دوام ورکړي. دا هغه ګام دی چې که منظور شي نو د اسراییل او متحده ایالاتو سره به په دیپلوماتیکي چوکاټ کې مخامخ شي.

پدې کې د امریکا منظوري حتمي ده ځکه دا هیواد د ملګرو ملتونو دامنیت په شورا کې د ویتو حق لري.

نتنیاهو: د فلسطین د خپلواکۍ غوښتنې هڅه به ناکامه شي
نتنیاهو: د فلسطین د خپلواکۍ غوښتنې هڅه به ناکامه شي

ښاغلي محمود عباس د سیاسي مانورونو څخه په کار اخیستنی وویل چې د اړتیا په صورت کې به نورې لارې چارې هم په نظر کې ونیسي.

په هغو کې بله لاره دا ده چی په ملګرو ملتونو کې د فلسطين مقام د عادی څارونکی حالت څخه د څارونکی هیواد درجې ته لوړ کړي. دا اسانه هدف دی چې امریکا یې هم د ردولو رایه نشي ورکولای.

بل پلو پرون د قلندیه د پوځی پوستی دواړو خوا ته چی یوه خوا یی په اسراییل او بله یی په فلسطين پوری اړه لري سلهاو فلسطینیان ددی پریکړ د ملاتړ دپاره سوله اییزو مظاهرو ته را وتلی و.

دوی د اسراییل په لاس د اشغال د ختم غوښتنه کوله. مظاهره کونکو له ځانه سره د فلسطین بیرغ رپولو او داسی لوحی یی انتقالولې چی پی لیکل شوی و، (اتحاد او سوله اییز زیار زمونږ ستراتیژي ده).

یو تن وايي: "زه دلته راغلئ یمه چی د قلاندیه اه خوا ملګرو سره خپل یووالی څرګند کړم او وایم چی هم اسراییلی او هم فلسطینی میرمنی د یو بل ترڅنګ د خپلواکو دولتونو جوړیدل غواړي".

قلاندیه د اسراییل تر ټولو لویه پوځی پوسته او د فلسطینیانو دپاره بیت المقدس ته د ننوتلو مهمه لاره ده.

یوه فلسطینی عالم د محمود عباس وینا د جرآت نه ډک وبلله او ویې ستایله.

"دی پرته لدی چی د جنجال نه ډکی او د هیواد دپاره یی مهمی مسلی په خطر کی واچوي، دا مسله را مخی ته کړی د. دی داسی سړی دی چی ژمنه یی کړی دا اوږده او د جنجال نه ډکه مسله به یا د ملګرو ملتونو او یا هم تر هغی وروسته له نورو اړینو لارو تعېیب کړي تر څو چی پر نړیوالو باندی خپل دولت په رسمیت وپیژني".

نتنیاهو: د فلسطین د خپلواکۍ غوښتنې هڅه به ناکامه شي
نتنیاهو: د فلسطین د خپلواکۍ غوښتنې هڅه به ناکامه شي

د حماس تر کنترول لاندی د غزی اوسیدونکي پدی اړه نا امیده ښکاری او وایی دا به د کاغذ په سر د قلم د رنګ څخه پرته نورهیڅ هم تر لاسه نه کړي.

اسراییل په دوه زره پنځم کې د غزی څخه خپل عسکر وایستل خو شاو خوا لاری یی ټولی بندی کړی او د بیت المقدس او د اردن د سیند په لویدیځه غاړه باندی خپل کنترول ته دوام ورکوي.

دا پداسی حا ل کی ده چی متحده ایالات هم خپلو وروستیو کوششونو ته پدی موخه دوام ورکوی چی فلسطینیان ددی پریکړی نه منصرفه کړی او پر

XS
SM
MD
LG