د اسرائیل حکومت وايي له غزې څخه ورغلي ټول کارګر بېرته د فلسطین محاصره شویو سیمو ته ستنوي.
اسرائيل په غزې باندې له شاوخوا څلورو اونیو بمباریو او بریدونو وروسته دا خبره کړې ده.
د اسرائيل امنیتي کابیني د پنجشنبې په ورځ اکتوبر دویمه (لړم۱۱) په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «اسرائیل له غزې سره ټول روابط پرې کوي. نور به دلته له غزې څخه فلسطیني کارګر نه وي.»
اعلامیه زیاتوي: «له غزې څخه راغلي هغه کارګر به، چې د جګړې د پیل په ورځ په اسرائیل کې وو، بېرته غزې ته ستانه کړل شي.» خو نه یې دي ویلي چې څومره کسان دي.
د فلسطین په ملکي چارو کې د اسرائيل د دفاعې برخې د معلوماتو په اساس، د اسرائيل-حماس تر جګړې مخکې د غزې شاوخوا ۱۸۵۰۰ وګړو ته د کار جوازونه ورکړل شوي وو.
فرانس پرس اژانس وايي دغې څانګې په دې اړه لا معلومات نه دي ورکړي چې د حماس د بریدونو په ورځ د غزې څومره کارګر په اسرائيل کې وو.
د حماس ډلې د اکتوبر په اوومې نېټې په اسرائیل باندې ناببره بریدونه وکړل، چې د اسرائیل د مقاماتو په وینا ۱۴۰۰ تنه په کې وژل شوي ۲۳۹ نور یرغمل نیول شوی دي.
له دغو بریدونو وروسته اسرائیل په غزې باندې هوايي بریدونه پیل کړل او تازه یې ویلي دي چې د غزې ښار محاصره یې هم بشپړه کړې ده.
فلسطیني چارواکي وایي چې تر دې دمه د اسرائیل په بریدونو کې څه باندې ۹۰۰۰ کسان، چې اکثریت یې ولسي خلک دي وژل شوي او تر ۲۲ زرو زیات نور ژوبل دي.
فورم \ دبحث خونه