د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرایلو پلاوی ترکیې ته د اړیکو د ښه کیدو لپاره تللی


عالي رتبه اسرایلي چارواکي ترکیې ته تللي دي چې د هغې پیښې په خسارې وغږیږي چې په ٢٠١٠ کال کې، د خیریه مرستو په یوې بیړۍ باندې د مرگانۍ حملې له کبله منځته راغلې وه دغه بیړۍ د غزی تړانګې ته روانه وه.

اسرایلي کوماندوګانو نهه ترکي مبارزین چې، په هغه بیړۍ کې سپاره وو په داسې حال کې ووژل چې د اسرایلو د بندیز نه یې سرغړونه وکړه اوغزې ته یې د تللو کوښښ کاوه.

اسرایلو، د حماس جګړه مارانو ته د وسلو د رسولو د مخنیوي لپاره غزی ته غزیدلې لارې، بندې کړې وې.

په انقره کې دا ننې غونډه د هغو هلوځلو یوه برخه ده چې د ترکیې او اسرایلو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیرته ښه کېدو دپاره روانې دي. د همدې پیښی په سر د دوي اړیکې، خړپړې شویدي.

ترکیی د اسرایلو نه غوښتي دي چې د حملې له کبله بخښنه وغواړي،
د خسارې تاوان ورکړی او په فلسطینانو باندی خپل قیودات ختم کړي.

د اسرائېلو صدراعظم، بن یامن نیتنیاهو، تیره میاشت د ترکیې صدراعظم، طیب اردوگان ته تیلفون وکړاو بخښنه یی ځیني وغوښته.
XS
SM
MD
LG