د اسرائیل د سپورت او فرهنگ وزیره میري رجیو لومړنۍ اسرائیلۍ لوړپوړې چارواکې ده چې عربي متحده اماراتو ته سفر کوي او د دې هیواد یو مشهور جومات ته ځي. دغې وزیرې جومات ته د تگ ویدیو په خپل فیسبوک خپره کړې ده.
میرمن رجیو چې د عربانو په اړه په جنجالي تبصرو مشهوره ده د ابوظبی د شیخ زاهد جومات ته د تگ پر وخت سور رنگه عبا په تن او سپین ټکری پر سر کړی و.
دا لومړی ځل دی چې د اسرائیل د کابینې یو غړی متحده عربي اماراتو ته سفر کوي. هغه د اسرائیل د صدراعظم بینیامن نتینیاهو د ښي اړخي لیکود گوند غړې ده.
اسرائیل د عربي متحده اماراتو سره دیپلوماتیکې اړیکې نلري. د اسرائیل یو پلاوي د یکشنبې په ورځ په د ارتباطاتو په نړیوال کنفرانس کې د گډون لپاره دوبۍ ته سفر کړی دی.
ددغه پلاوي یوې غړې د دوبۍ ښار له لیدلو وروسته د نوم د نه اخیستلو په شرط رسنیو ته ویلي دي چې "تمه مو نه درلودله چې دا ښار دې دومره ښکلی وي".
د اسرائیل د سپور او فرهنگ وزیره یو عربي هیواد ته پداسې حال کې ځي چې له هغې نه یوه ورځ مخکې د اسرائیل صدراعظم بنیامن نتینیاهو عمان ته تللی و او د هغه هیواد د پاچا سلطان قابوس سره یې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې.
له بلې خوا د اسرائیلي پلاوي ددغه سفر سره جوخت په ابو ظبۍ کې د جودو ورزش په یو نړیوال تورنمنت کې یو اسرائیلي لوبغاړي د سرو زرو مدال وگاټه او ددې هیواد ملي سرود وغږول شو. داسې باور دی چې دا لومړی ځل و چې د خلیج په یو عربي هیواد د اسرائیل ملي سرود وغږول شو.
ښاغلي نتنیاهو د اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي چې د نورو عربي هیوادونو سره اړیکې ایجاد کړي او د رپوټونو له مخې دا کار د اسرائیل او عربي هیوادونو د گډ دښمن ایران نه د زیږنده اندیښنو له وجې کوي.
اسرائیل په اوس کې یواځې د دوو عربي هیوادونو مصر او اردن سره بشپړه دیپلوماتیکې اړیکې لري او د نورو عربي هیوادونو سره د اړیکو د ایجادولو پر وړاندې یې د فلسطیني سیمو اشغال عمده خنډ دی.