په بیت المقدس کې یو سړي پر اسرایلو سرتېرو باندې خپل ګاډی خيژولی او لږ تر لږه څلور تنه یې وژلي دي.
پېښه چې د یکشنبې په ورځ وشوه، شاوخوا ۱۵ نور کسان ژوبل شوي هم دي. پولیس وايي اسرایلي سرتیري له یو بس نه ښکته شوي وو چې موټروان پرې خپل موټر وروست. د پولیسو یوې ویاندې لوبا سمري وویل موټروان په ډزو ووژل شو.
د اسوشیټټ پرس وايي دا برید پر اسرایلو د فلسطینیانو د چاقوګانو، په ډزو د اسرایلي سرتېرو د وژلو او ګاډو د بریدونو یوه برخه ده چې له څه باندې یو کال راهېسې پیل شوي دي.
دا په دریو میاشتو کې د اسرایلي سرتېرو د خپل ډول لومړني تلفات دي. د ۲۰۱۵ کال له سپتمبر راهېسې د فلسطینیانو په بریدونو کې شاوخوا ۴۰ اسرایليان او دوه امریکايي سیلانیان وژل شوي دي.
خو د اسرایلو په متقابلو بریدونو کې بیا ۲۲۹ فلسطیینیان وژل شوي دي. اسرایل وايي ډېر وژل شوي فلسطینیان بریدګر وو. اسرایل وايي د فلسطینیانو بریدونه د اسرایلو پر ضد د پاروونکو کمپاینونو یوه برخه ده، خو فلسطینیان بیا وايي چې دا شخړې د فلسطینیانو د ځمکو د غصب نتیجه دهه.