د لاس رسي وړ اتصالات

اسرئیل کې پر یوې نجلۍ د ډله ایز جنسي تیري ادعا مظاهرې پارولې 


پولیس وايي چې پر یوې نجلۍ د ډله ایز جنسي تېري په تور دوه کسان نیول شوي
پولیس وايي چې پر یوې نجلۍ د ډله ایز جنسي تېري په تور دوه کسان نیول شوي

په اسرائیل کې ۳۰ کسان تورن شوي چې پر یوې ۱۶ کلنې نجلۍ یې ډله ایز جنسي تېری کړی دی.

دغه کسان تورن دي‌ چې د سرې بحېرې په بندري ښار «ایلات» کې په یو هوټل کې پر یوې نجلۍ جنسي‌ تېری کړی.

په خپله نجلۍ تېره اونۍ پولیسو ته د دغې پېښې په اړه راپور ورکړی و، خو هغه مهال د دغې پېښې په اړه کوم اقدام ونشو. له دغې پېښې وروسته د اسرائیل په یو شمېر ښارونو کې مظاهرې وشوې.

پولیسو دوه کسان په دغه تور نیولي. نیول شوي کسان د اسرائیل د «هدیره» سیمې اوسېدونکي دي.

راپورونه وايي چې ټول تورن کسان ځوانان دي چې عمرونه یې تر ۲۰ورپورته دي. داسې ویل کیږي چې نجلۍ نشه وه، په خود نه وه او دغو هلکانو پرې تېری کړی دی.

د پولیسو یو ویاند د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "دوه مشکوک کسان د ایلات د پېښې په تړاو چې یوه ۱۶ کلنه نجلۍ په کې دخیله- مدعۍ- ده،‌ نیول شوي‌ دي."

په تل ابیب او بیت المقدس کې هم لویې مظاهرې وشوې او همدغو مظاهرو لوړ پوړي حکومتي چارواکي اړ کړل چې د پېښې په اړه څرکندونې وکړې.

د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتنیاهو دا پېښه غندلې او د تورنو کسانو د محاکمې غوښتنه یې کړې ده.

هغه وویل: "دا ډېر بوږنوونکې پېښه ده. دا یوې نجلۍ سره جنایت نه دی، بلکې دا د بشریت په ضد یو جنایت دی چېې موږ ټول یې باید وغندو."

د دغې پېښې په اړه په اسرائیل کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو هم څرګندونې کړې، دا پېښه یې غندلې او د عاملانو محاکمه یې غوښتې ده.

XS
SM
MD
LG