د لاس رسي وړ اتصالات

د اسراییل په ټاکنو کې هیڅ کاندید اکثریت نشي گټلی


اسراییل د اپریل په نهمه د هیواد نوی صدراعظم ټاکي

اسراییلیان د سې شنبې په ورځ (اپریل ٩) د رایو مرکزنو ته ځي چې د اسراییل برحاله صدراعظم بینیامین نتنیاهو او د صدارت د دفتر پخوانی ریئس بیني گنتز ته تر منځ یو تن د هیواد د راتلونکي صدراعظم په توگه وټاکي.

له یوه کاندید هم تمه نه کیږي چې اکثریت رایې وگټي او باید ائتلافي حکومت جوړ کړي. دغو انتخاباتو ته پر نتنیاهو باندې د یو رافرانډم په سترگه کتل کیږي.

د شین او سپین گوند کاندید، بیني گنتز په انتخاباتي غونډو کې ډاډه ښکاري چې بریالی به شي.

د گنتز ملاتړي د هغه د بریا لپاره خوشبین دي. خو نظرپوښتنې ښیي چې د هغه گوند د بینیامین نتنیاهو د لیکود گوند سره مساوي روان دی.

نتنیاهو په دې کمپاین کوي چې ډېره تجربه او د نړۍ د مشرانو په تیره د ولسمشر دونالد ترمپ سره نږدې اړیکې لري.

نتنیاهو سپینې ماڼۍ ته په وروستي سفر کې د اسراییل په گټه د ایران د اتومي موافقې څخه د امریکا د وتلو پریکړه وستایله.

د جیروزلم پوست لیکوال گرشون بسکن وایي پخوا به د اسراییلو په انتخاباتو کې د فلسطینیانو سره د سولې موضوع مهمه وه، خو دا ځل داسې نده.

د فلسطیني نظر پوښتنوونکي خلیل شکاکي په وینا فلسطینیان له دې انتخاباتو څخه هیڅ تمه نلري.

که څه هم گنتز د اسراییل په انتخاباتو کې ملاتړ ترلاسه کړی خو د تایمز اوف اسراییل د ورځپاڼۍ د ادیتر، دیوید هورو ویتز په وینا دا د گټلو لپاره کافي نده.

د نتیاهو د کمپاین هدف د عامو خلکو قانع کول دی چې یوازې هغه د اسراییل د رهبرۍ لپاره سیاسي تجربه او قوت لري ځکه 12 کاله یې دا کار کړی.

XS
SM
MD
LG