داعش لعل محمد او ورور یې بخت علي ته دوه کاله ښوونه او روزنه ورکړه، خو دوي اوس بیرته عادي ژوند ته ګرځېدلي دي.
موږ ددغو ماشومانو له کورنۍ سره د هغوي د پلار او یو تن محلي پولیس په حضور کې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ولیدل. د داعش جنګیالي، د جلب او جذب په خاطر ددغو تنکیو ځوانانو کور ته راغلي وو.
ددغو ځوانانو پلار له داعش سره په يو ځای کېدو، خپل زامن هم د جنګ ډګر ته راکش کړل.
روزونکیو پر دوي عملي او نظري مشق او تمرین وکړ. په دې ترڅ کې هغوی ته د کلاشینکوف، اتومات تومانچو، بمونو او راکټ لانچرو د کارولو طریقه وروښودله.
دغه ځوانان او پلار یې پس له دي چې په یوې نښتې کې ماتې وخوړه، بیرته خپلو مینو ته وګرځېدل. د دوي پلار اوس له پولیسو سره همکاري کوي.
د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی امریکا غږ ته په یوې تازه مرکې کې ویلي دي چې په افغانستان کې دداعش ملاتړ بهرنیان کوي.
پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی وايي: له خلکو سره په کافي اندازه معلومات وو. هغوی به ماته راتلل او معلومات به ېې له ماسره شریکول. ا لبته داهغه وخت و چی زه درې کاله مخکې تقاعدسوی وم. هغوی ویل داعش د خارجیانو له خوانه تقویه کېږی. خارجیان دلته څوک دي؟ خارجیان خو امریکایان دي."
خو دافغانستان حکومتي چارواکي وایې چې دداعش ملاتړ پاکستان کوي او ددغو جنګیالیو ترشا د سیمې استخبارات ولاړ دي.
د داعش لخوا د ځوانانو د جلب او جذب مسلې ته په اشارې، د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیری وايي چې حکومت د داعش ټولې تبلیغاتي وسیلې له منځه وړي دي.
د دفاع وزارت چارواکي وایې چې افغان پوځیانو او نړیوالو همکارانو یې تراوسه د داعش څلور جګپوري قوماندانان ډ ننګرهار او کنړپه ولایتونو کې وژلي دي او اوس د افغانستان په ځتیځ کې ددغې ډلې خطر ډیر کم شوی دی.