د لاس رسي وړ اتصالات

کمپیوټري ستونزې په لندن کې سلګونه پروازونه لغوه کړل


د برټش ایرویز (هوايي شرکت) په کمپیوټري سیسټم کې د سه شنبې په ورځ (اګست ۶) ځینې ستونزې پیدا شوې چې له کبله یې تر دا مهاله د زرهاوو مسافرینو پروازونه ځنډول شوي او یا هم لغو شوي دي.

د دغه شرکت مسئولینو د مسافرینو څخه د پیدا شوې ستونزې له کبله بخښنه وغوښتله او هیله یې وښودله چې ستونزه به ډیره زر حل شي.د دغې تخنیکې ستونزې ستونزې له کبله د هیټرو ګیټویک هوایي ډګر څخه ۶۰ پروازونه لغو شوي او ۱۰۰ نور یې ځنډول شويچې له کبله د برټش ایرویزشرکت باندې تر دا مهاله ۲۳۰ ملیون ډالره جریمه راغلې ده.

د برټش ایرویز مسئولینو د رويټرز خبري آژانس ته د ستونزې په هکله ویلي چې لا معلومه نه ده چې په عامل سیسټم کې راولاړه شوې ستونزه کوم انټرنیټي برید دی او که یواځې تخنیکي ستونزه ده خو دوي د روښانه کیدلو لپاره پلټنې پیل کړي دي.

په ټویټر باندې ډیرو مسافرینو د برټش ایرویز نه ګیله کړې او د دغې ستونزې په اړه یې خپلې اندیښنې شریکې کړي. سټوارټ جکسن په خپل ټویټر کې لیکلي:


”بیا سیسټم خراب شوی. په هیټرو هوایي ډګر کې د قیر د پاسه کښیناسم. پرواز ته په وخت ونه رسیدم. زما د میاشتو میاشتو پلان یې راخراب کړ، په زرهاو ډالر مې له لاسه ورکړل. که ورسیږم هم، مجبور یم چې بیرته په بل پرواز کې کور ته روان شم. برټش ایرویز یو ناورین دی. زه به هیڅکله بیا په دغې الوتکې کې پرواز ونکړم. “

د برټش ایرویز مسئولین وایي چې اوسمهال یې په بیړنۍ توګه بل سیسټم فعال کړی او مسافرینو ته اجازه ورکوي چې خپل پروازونه بیا انتخاب کړي.

XS
SM
MD
LG