د لاس رسي وړ اتصالات

سوریې کې ایټالوي تاجر د داعش د درې کاله بند وروسته ازاد شو


د ایټالیې صدراعظم ویلي دي چې یو ایټالوی چې په ٢٠١٦ کال کې په سوریې کې د اسلامي دولت ډلې نیولې و، ازاد شویدی او ډیر ژر به کور ته راشي.

د صدراعظم گسیپي کانټ دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ایټالوي تاجر سرگو زنوټي، ٣ کاله پخوا د سوریې سره د ترکیې په سرحد د اسلامي دولت د ډلې کسانو نیولې و.

د دغه نیول شوي تاجر په اړه په مطبوعاتو کې زیات رپورټونه نه و خپاره شوي ځکه د ایټالې حکومت نه غوښتل چې دغه د هغه د راخلاصیدو په کوښښونو کې خنډ پیدا کولی شي.

د صدراعظم دفتر ویلي دي چې د استخباراتي او دپلوماتیکي هڅو نه وروسته په دی کې بریالي شو چې سرگو زنوټي ازاد شي. دغه اعلامیې کې د هغه د نیول کیدو او دا ازادیدو د تفصیل په اړه څه نه دي لیکل شوي.

د اسلامي دولت ډلې د بند په مودې کې د هغه دوه ویډیوگانې خپرې کړي وي. په یوې ویډیو کې د هغه سره دوه کسان ټوپک په لاس ولاړ و او مخونه یې پټ کړي و.

XS
SM
MD
LG