د لاس رسي وړ اتصالات

د ایټالیا ساحلي ګارډ 4 زره کسان د ډوبیدو نه ژغورلي


د ایټالیا ساحلي ګارډ وایي هغوي د ژغورنې په څلویښتو عملیاتو کې لږ تر لږه څلور سوهمهاجر د ډوبیدو نه ژغورلي دي. پولیس وایي دغه کسان په وړو پلاستیکي کښتیو کې سپاره و او د لیبیا نه اروپا ته تلل.

ساحلي ګارډ وایي دغه کسان یې د مدیترنیې په بحیرې کې پرون د پنجشنبې په ورځ ژغورلي دي. چارواکو همدارنګه د یوې میرمنې مړی هم په اوبو کې پیدا کړی.

تر اوسه نده معلومه چې ژغورل شوي کسان د کومو هیوادونو اتباع دي، خو د هغه وخت راهیسې چې د ترکیې او یونان لارې تړل شویدي، خلکو لیبیا ته مخه کړې او د هغه ځای نه په کښتیو کې اروپا ته سفر کوي.

د ایټالیا ساحلي ګارډ وایي څو ورځې کیدلي چې د مدیترانیې په بحیرې کې هوا خرابه وه او د اوبو څپې هم لوړې وې خو کله چې هوا یو څه ښه شوه، قاچاقبرانو هم زیات شمیر خلک په کښتیو کې کښینولي او د اروپا په لور یې خوځولي دي.

بل پلو نړیوال پولیس وایي په څو هیوادونو کې یې شپږ ویشت قاچاقبران نیولي دي چې افغانان، عراقیان او نور خلک یې اروپایي هیوادونو ته په قاچاقي لارو وړل او جعلي اسنادونه یې ورته جوړول.

پولیسو د خلکو نه غوښتي دي چې د ځینو نورو کسانو په پیدا کولو کې دې ورسره همکاري وکړي.

د پولیسو په اعلامیې کې ویل شوي چې قاچاقبرانو پروسږکال د خپلو همدغه غیرې قانوني کاروبار له کبله شپږ میلیارده ډالر پیدا کړیدي.

XS
SM
MD
LG