د اېټالیا خلکو د پنجشنبې په ورځ [مارچ ۱] وویل چې په پارلماني ټاکنو کې د ګډون لپاره پوره چمتوالی نیسي.
د اېټالیا ولسمشر د ۲۰۱۷ کال د ډیسامبر میاشتې په ۲۸ نېټې د خپل هېواد پارلمان منحل او د نویو ټاکنو حکم یې صادر کړ.
د اېټالیا ګڼو مطرحو ګوندونو ولس ته د خپلو پلانونو پر بیانولو کار پیل کړی دی.
پخواني صدراعظم سلویو برلیسکوني د پنجشنبې په ورځ د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وینا وکړه. هغه له ایټالویانو څخه وغوښتل چې ګوند ته یې رایه ورکړي.
برلیسکوني درې ځلې د اېټالیا صدراعظم پاتې شوی دی او اوس د یوې ائتلافي ډلې مشري کوي. دغه ائتلاف په سلو کې د ولس ۳۸٪ ملاتړ لري.
خلک به د ولسي جرګې او مشرانو جرګې نوماندانو ته رایه ورکړي. ویل شوي چې د ټاکنو پایله به ښايي داسې وي چې هیڅ یوه ګوند یا ائتلاف د حکومت د جوړولو لپاره کافي رایه ونه ګټي.