د لاس رسي وړ اتصالات

یوه ایټالوي شپږ کډوال په ډزو وویشتل


جمهور رئیس محمد اشرف غني د امریکا د ملي امنیت د سلاکار جین سلیوان سره وکتل.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د امریکا د ملي امنیت د سلاکار جین سلیوان سره وکتل.

د ایتالیا په ماسیراتا ښار کې په افریقایي کډوالو باندې د یوه سپین پوستي له خوا تر ډزو وروسته، صدراعظم پر ولس غږ وکړ چې خپل یووالی وساتي.

د ایتالیا پولیسو د ماسیراتا په ښار کې تر دوه ساعته تعقیب وروسته، هغه سپین پوستی ونیوه چې شپږ تورپوستي کډوال یې په ډزو ټپیان کړل.

د ایټالیا دولتي ټلویزیون ویلي چې بریدکوونکی ایټالوی دی او د نیول کېدو پر مهال یې د ایټالیا بیرغ په غاړه کې اچولی وه.

عیني شاهدان وایي بریدکوونکې یوازې تور پوستي په نښه کړل او په پای کې یوې ایټالوي مجسمې ته ودرید او فاشیتي سلام یې وکړ.

اته ویشت کلن بریدکوونکی لوکا تریني نومیږي، او د پلازمینې روم څخه دوه سوه کلومتره لیرې د ماسیراتا اوسیدونکی دی. دی په تیرو انتخاباتو کې د ښي اړخې گوند له لورې ښاري شورا کاندید وه.

هغه کسان چې لوکا تریني پیژني وایي چې هغه څو ورځې وړاندې د یوې ایټالوۍ نجلۍ د قتل د غچ اخیستو گواښ کړی وه.

د ٢٠١٥ کال راهیسي د افغانستان، سوریې او افریقایي هیوادو څخه څو میلیونه کسان لویدیځو اروپایي ته ورغلي دي او د ایټالیا په شمول په ټولو پرمختللیو اروپایي هیوادونو کې یې ستر سیاسي او اجتماعي جنجال رامینځته کړی دی.

XS
SM
MD
LG