د ایټالیې په خطرناکو اوبو کې یوه کښتۍ چې ١۴٧ تنه مهاجر پکې سپاره و، ژغورل شویده.
دا په داسې حال کې ده چې د ایټالې د دفاع او د کورنیو چارو وزیرانو د کښتۍ نه مهاجرو په ژغورلو اختلاف لرله.
د هسپانیې د ژغورنې د عملې بیړۍ ( چې پرانیستې لاسونه نومیږي) د مدیترانې په سمندرگي کې د مهاجرو د یوې کښتۍ د ژغورلو نه وروسته، د ایټالیې په اوبو کې داخله شوه او هلته یې دغه کښتۍ چې ١۴٧ مسافر پکې و وژغورله.
د یادونې وړ ده چې په ایټالیې کې یوې محکمې د کورنیو چارو د ښې اړخې وزیر امر لغوه کړ چې ویل یې دغه کښتۍ ته دې د هغوي په سیمې کې د داخلیدو اجازه ور نه کړل شي.
د ژغورنې عملې کارکونکې ټرینټا په ټویټ کې ولیکل مونږ د ١۴ ورځو نه وروسته ځمکه ولیده. ټرینټا وویل چې "ما د خپل زړه غږ ته غوږ ونیسه. مونږ دا نه شو هیرولې چې نن سبا ماشومان او ځوانان د تشدد سره مخامخ دي."
د هغې نه وروسته چې اروپایي اتحادیې دا قانون جوړ کړیدی چې مهاجر چې کوم ملک ته را دننه شي نو هم هغه ملک کې به د سرپناه درخواست کوي، په ایټالیې کې ښې اړخه سیاستمداران کوښښ کوي چې دغه ملک ته مهاجر رادننه نه شي.