د لاس رسي وړ اتصالات

ایټالیا د مدیترانې په سمندر کې ۴۴۰۰ کډوال ژغورلي دي


د ایټالیا سمندري ځواکونه وايي چې د یکشنبې د ورځې عملیات ډېر پراخه وو.
د ایټالیا سمندري ځواکونه وايي چې د یکشنبې د ورځې عملیات ډېر پراخه وو.

د ایټالیا سمندري ساتونکو د یکشنبې په ورځ وویل چې ځواکونو یې شاخوا ۴۴٠٠ مهاجرین د لیبیا ساحل سره نږدې ژغورلي دي.

چارواکي وايي په کډوالو بار شلو کښتو ترې د مرستې غوښتنه کړې وه او دوی هم ور ودانګل. داسې ویره وه که په کښتیو کې ناست کسان و نه ژغورل شي، ښايي په اوبو کې ډوب شي.

ايټالیا په دوامداره توگه د ژغورنې داسي عملیات کوي او سلگونه مهاجرین یې خپلو سواحیلو ته رسولي دي، خو د شنبې د ورځي عملیات ډېر پراخ و.

یوزاې سږ کال ۱۰۰زره کسان د مدیترانې د سمندر دلارې ایټالیا ته رسیدلي دي.

پر دغې لارې سفر له دې وجې هم خطرناکه دی، کډوال په وړو کښتیو کې ځای پر ځای کیږي چې د کښتیو د ډوبېدو چانس لا زیات کیږي.

تراوسه ٢٣٠٠ کسان اروبا ته د رسېدو په هڅې کې مړه شوي دي او په ٢٠١۴ کې د دغه شمېر بیا ٣٢٨٠ کسان ول.

اروپايي هېوادونه د ورتلونکو کډوالو له مخ پر زیاتېدونکي شمېر سره مخامخ دی او له دې کبله له ستونزو سره مخامخ دي.

کډوال د سوریې، لیبیا، عراق، افغانستان او نورو هېوادونو څخه په قاچاقو لارو اروپا ته ځي چې، له ترکیې تېریږي، یونان بیا ایټالیا او نورو هېوادونو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG