د لاس رسي وړ اتصالات

هند دې د ښځو او نارینو ترمنځ مسلکي توپیر ختم کړي-ایوانکا ټرمپ


د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ په هند کې د خپل سفر په وخت د هند نه غوښتي چې د ښځو او سړو ترمنځ مسلکي توپیر دې ختم کړي.

ایوانکا ټرمپ وویل "ښځې به د خپلو کارونو پیلولو په لړ کې د ډیرو خنډونو سره مخامخ شي. مونږ باید دا یقیني کړو چې سرمایه گزارې ښځې دی سرمایې، شبکو او لارښودونکو ته لاس رسې ولري."

د هند صدراعظم نریندر مودی هم په دغې غونډې کې گډون وکړ. هند او امریکا په حیدراباد کې د نړیوال سرمایه گزراۍ د غونډي گډ کوربتوب کوي.

دواړه ملکونه د یو وخت راهیسې دا کوښښ کوي چې اړیکي یې نورې قوي شي.

د دغې غونډې په گډونوالو کې شاوخوا ۴٢ فیصده ښځې دي. د لسو ملکونو د ښځو هیتونه چې پکې افغانستان او سعودي عربستان هم شامل دي، گډون کوي.

ایوانکا ټرمپ چې د امریکا د هیت مشري کوي، وویل چې "زه د هند د صدراعظم مودي ستایم چې په دې کلک باور لري چې د انسانیت پرمختگ د ښځو د پیاوړي کیدو نه بغیر ناممکن دی."

XS
SM
MD
LG