د لاس رسي وړ اتصالات

د عاج ساحل جمهور رئیس ته خبرداری ورکړل شو


د عاج ساحل جمهور رئیس ته خبرداری ورکړل شو
د عاج ساحل جمهور رئیس ته خبرداری ورکړل شو

د عاج د ساحل برحال جمهور رئیس لوران باگبو ویلي، له هغو ملکونو سره به اړیکې پرې کړي چې دده د سیال الاسان اوواتارا لخوا نومول شوي آستازي یې په رسمیت پیژندلي دي.

آهوا ډنمیلو، د لوران باگبو ویاند: "موږ خبر یو چې ځینې ملکونه وايي چې د دوی په خپل ملک کې د ځینو سفیرانو د کار د پای ته رسولو لپاره د ښاغلي الاسان اوواتارا لخوا په رالیږل شويو خطونو عمل کوي".

د سه شنبې په ورځ حکومت په یوې اعلامیې کې وویل چې د هغو ملکونو سفیران به وشړي چې د باگبو لخوا د ټاکل شویو کسانو سره روابط قطع کړي.

د سه شنبې په ورځ د وخته، د لویدیځې افریقا د درې ملکونو جمهور رئیسان ابیجان ته ددې لپاره ورغلل چې له جمهور رئیس باگبو نه وغواړي چې د تیرې میاشتې د انتخاباتو پایلې ومني او واک پرېږدي که نه د لویدیځې افریقا د عسکرو په زور به له واک نه لرې کړای شي.

باگبو او اوواتارا دواړه ادعا کوي چې د نومبر د جمهوري ریاست انتخابات یې گټلي دي. نړیوالې ټولنې لکه افریقايي اتحاد او ملگرو ملتونو ښاغلی اوواتارا ددغو انتخااباتو گټونکی گڼلی دی.

د زیاتیدونکي بحران د یوې بیلگې په توگه، د سه شنبې په ورځ یوې ډلې خلکو د ملگرو ملتونو پر یوه کاروان حمله وکړ، یو امنیت ساتونکی یې زخمي کړ او یوه موټر ته یې اور واچاوه. یو عیني شاهد د پیښې حال وايي: "کله چې د ملگرو ملتونو څلور ټانکه دلته راورسېدل، غوښتل یې چې تېر شي خو ټول خلک تیار وو، ټول راووتل او موږ

دوی دې ته اړ کړل چې بیرته خپلې قرارگاه ته ستانه شي. دوی باید بیرته لاړ شي، زموږ ندي پکار".

د ملگرو ملتونو د عاج د ساحل ماموریت د ښاغلي باگبو دا غوښتنه رد کړې چې دوی له ملک نه ووځي.

ملگري ملتونه وايي، د جمهوري ریاست د انتخاباتو راهیسې ١٧٠ تنه په جگړو کې وژل شوي دي. دغه ماموریت له اتو کلونو راهیسې د عاج په ساحل کې د کورنۍ جگړې راروروسته دغلته د امنیت د نیولو دنده لري.

XS
SM
MD
LG