د لاس رسي وړ اتصالات

د ایتلاف بې پيلوټه الوتکه په جلال اباد ښار کې راولوېده


د ایتلاف بې پيلوټه الوتکه په جلال اباد ښار کې راولوېده
د ایتلاف بې پيلوټه الوتکه په جلال اباد ښار کې راولوېده

ایتلاف ځواکونه د الوتکې د رالوېدو لامل تخنيکي ستونزې بولي خو وسله وال مخالفين بيا دعوه کوي چې دغه الوتکه د دوی وسله والو ويشتلې ده.

د غلام صديق په نوم يو تن چې الوتکه يې پر کور رالوېدلې وايي

"شاوخوا اته نيمې بجې وې. پر لمانځه ولاړ وم چې يوه سره لمبه يې پر کور راپرې وته. سمدستي مې د اور وژنې ادارې ته زنګ وواهه. ټيلفون يې کار نه کاوه. د پوليسو١٠٠ شمېرې ته مې زنګ وواهه، هغه هم کار نه کاوه. چې پدې ونه شوه نو خپله د اوروژنې ادارې ته لاړم. له هغه ځايه مې د اور وژنې موټر په ځان پسې کړ. اور ووژل شو. شاوخوا لس بجې وې چې امريکايان مې کور ته ورغلل لارې يې هم بندې کړې وې.دوی ويل دلته يې الوتکه غورځېدلې"

د انګورباغ سيمې اوسېدونکي وايي:

"د الوتکې له رالوېدو سره سم پوليسو د سپکو وسلو ډزې وکړې. خلک سختې وېرې او اندېښنې واخیستل. خو مساله هغه مهاله لا ښه څرګنده شوه چې امريکايي ځواکونو سيمه له هوا او ځمکې کلابندکړه. د دوی الوتکو د رالوېدلې الوتکې پر ځاى ډېرې ټيټې الوتنې او ګزمې کولې"

که څه هم د الوتکې له امله لګېدلى اور د اوروژنې ادارې له خوا وژل شوى و خو امريکايي ځواکونو تر نږدې ملابانګه پورې دغه سيمه په ولکه کې اخستې وه او پلټنې يې کولې. دوی په وروستيو کې د رانسکورې شوې الوتکې ټوټې راټولې او له ځانه سره يې يوړې.

په جلال ابادکې ددغو ځواکونو يوه مطبوعاتي دفتر ويلي چې دغه الوتکه دتخنيکي ستونزوله امله د جلال اباد په ښارکې رانسکوره شوې ده .

د ولايت وياند احمدضياعبدالزى هم ددې پېښې پخلى کوي او وايي چې د الوتکې د رالوېدوله امله چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

اخوا وسله وال مخالفين بيا دعوه کوي چې دغه الوتکو د دوی په ډزو رانسکوره شوې ده.

د زبيح الله مجاهد په نوم يوه تن چې ځا ن په سيمه کې د وسله والو طالبانو وياند راپېژني له يو ناڅرګند ځايه د ټيلفون پر ليکه رسنيو ته ويلي چې دغه الوتکه دوی پر يوې نوې تر لاسه شوې فرانسوي ډوله وسلې ويشتې او رانسکوره کړې ده.

تر دې وړاندې هم بې پيلوټه الوتکې د ننګرهار ولايت په بېلابېلو سيمو کې رانسکورې شوې دي خو دا لومړى ځل دى چې دا ډول یوه الوتکه د جلال اباد په ښار کې رالوېږي.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې هم په دغه ولايت کې يوه بې پيلوټه الوتکه رانسکوره شوه.

کنړ کې مور او اته ماشومان زخمیان

بل لور ته د کونړ ولايت د ماڼوګي او وټه پور ولسواليو په بېلابېلو پېښو کې د کور يو مېرمن او اته تنه ماشومان زخميان شوي دي.

ددغه ولايت وياند واصف الله واصفي وايي چې وسله والو مخالفينو ددغه ولايت د وټه پور پر ولسوالۍ توغوندي توغولي چې په ترڅ کې د يوې مېرمني په ګډون څو تنه ماشومان زخميان شوي دي.

ددغه ولايت چارواکي وايي چې دوه تنو وسله والو سړو چې پرموټرسايکل سپاره وو، ددغه ولايت د ماڼوګي په ولسوالۍ کې پر ماشومانو ډزې کړي چې پنځه تنه ماشومان يې زخميان کړي دي.

د سيمې چارواکيو ددې دواړو پېښو پړه د دولت پر وسله والو مخالفنيو ورواچوله خو تر اوسه چا ددې پېښو مسووليت په غاړه نه دى اخستى.

ددغه ولايت د مرکزي روغتون مشر ډاکتر سهاک وايي چې له دې دواړو پېښو نه نهه زخميان د درملنې لپاره وروړل شوي دي چې دا مهال له دوی سره تر درملنې لاندې دي. دى د زخميانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښيي.

XS
SM
MD
LG