د لاس رسي وړ اتصالات

جلال آباد کې اداري اصلاحات: ۹ زره تنه په دندو ګومارل شوي


جلال آباد کې اداري اصلاحات: ۹ زره تنه په دندو ګومارل شوي
جلال آباد کې اداري اصلاحات: ۹ زره تنه په دندو ګومارل شوي

د ختيځو ولايتونو لپاره داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره وايي چې تر دا مهاله يې په ننګرهار، کونړ او لغمان کې تر نهو زرو زيات کسان د دوی له لارې په دولتي دندو ګومارل شوي دي.

ددغې ادارې مشرې نفيسې منصف په وينا له تېرو څلور کلونو راپه دېخوا په يادو شويو ولايتونو کې د اداري اصلاحاتو پروسې له لارې څلوېښت فيصده مقررۍ ترسره شوې دي چې ټول ټال ٩١٩٥ تنه کیږي.

د نوموړې په وينا له دغې شمېرې څخه ٢٨٠تنه دازادې سيالۍ له لارې ٧٧٨ مامورين ٥٢٣تنه اجيران ٧٦١٤ ښوونکي دزده کړې او کاري تجربې پر بنسټ ګومارل شوي دي.

دې وويل پردغه کارسربېره يې تېرکال په ٢٣ا ادارو کې تر ١١زرو زياتو لوړ پوړيو او ټيټ پوړيو مامورينو ارزونه هم کړې ده.

نفيسې منصف په ختيځو ولايتونو کې يوازينى ولايت نورستان وښود چې په وينا يې هلته ددوي پروسه نه ده عملي شوې چې دې يې عوامل امنتي ستونزې، د لارې خرابوالى، د مامورينونه حاضرېدل وګڼل.

نفيسې منصف وويل چې دوي دغه ولايت ته اضافي معاش هم په نظرکې نيولى خوداسې څوک نه پيدا کېږي چې هلته دماموريت لپاره لاړشي.نفيسه منصف وايي چې دوي دمامورين د ظرفيت لوړلو په هدف ٢٨٠٤ تنومامورينو ته د انګلېسي ژبې، کمپيوټر او ادارې په برخه کې د زده کړې لارې چارې برابرې کړې دي چې د نوموړې په وينا اوس دوي په دغو ولايتونو کې د لوړظرفيت مامورين لري که له يوې خوادغه اداره د ظرفيتونو د لوړولو او کار اهلو ته د سپارلو خبر ورکوي خو له بل پلوه يوشمېرکادرونه پر يادې ادارې دا انتقاد کوي چې دغه اداره روابط پر ضوابطو برلاسي ګڼي او د ازموينې پرمهال له روابطو کار اخلي او ورسره جوخت داهم وايي چې لااوس هم ادارې مسلکي شوې نه دي او نه کاري وړتيا ته کتل شوي.

دغه انتقاد ته نفيسه منصف په ځواب کې وايي چې کومې ټاکنې کوي هغه د ازادو سياليو له لارې پرته له کوموروابطوترسره کېږي.

دغه اداره پر داسې مهال په اداروکې دکاري وړتيا د پيدا کېدوخبر ورکوي چې لا اوس هم په ټوله کې ددغه هېواد اداري جوړښت د تېر په څېر پر بېروکراسۍ ولاړدى چې د سيمې خلکو او ان د کاري ظرفيت خاوندانو په وينا دغه اداري بېروکراسي د دوی د کارونو پر وړاندې خنډ ګرځېدلې .

XS
SM
MD
LG