د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: جاپان له افغانستان غوښتي د شمالي کوریا پر وړاندې یې ملا وتړي


ولسمشر غني د جاپان له صدراعظم شینزو آبي سره
ولسمشر غني د جاپان له صدراعظم شینزو آبي سره

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د جاپان حکومت کابل ته ویلي دي چې شمالي کوریا د توکیو امنیت ته خطر جوړ کړی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د یوې اعلامیې له مخې د جاپان صدراعظم شېنزو آبې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه مجلس کې د شمالي کوریا پر وړاندې د جاپان له دریځ نه د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

افغان ولسمشر چې د جاپان د نوي امپراتور د تاج اېښودولو په مراسمو کې د برخه اخېستلو لپاره توکیو ته تللی دی، له جاپاني چارواکو سره یې د افغانستان د سولې پر بهیر، پر کانونو د پانګونې او نورو پرمختیايي پروژو خبرې کړي دي.

د ارګ په اعلامیې کې د صدراعظم آبې په حواله راغلي: "د افغانستان حکومت د شمالي کوریا پر وړاندې د جاپان له دریځ نه ملاتړ وکړي."

تر دې دمه د ارګ د دغې اعلامیې په اړه نه په کابل کې د جاپان سفارت او نه هم په توکیو کې کوم جاپاني چارواکي څه ویلي دي.

د معلوماتو له مخې د افغانستان او جاپان دېپلوماتیکي اړېکې په ۱۹۳۱ کال رسماً پېل شوې. توکیو له کابل سره د اقتصادي او نورو پروژو په عملي کولو کې زیاتې مرستې کړې دي.

له بلې خوا افغانستان له شمالي کوریا سره دېپلوماتيکي اړیکې نه لري. د ارګ په اعلامیې کې نه دي لیکل شوي چې د شمالي کوریا پر وړاندې له جاپان څخه د افغانستان د څه ډول ملاتړ غوښتنه شوې او دا هم څرګنده نه ده چې آیا کابل د پیونګ یانګ په مقابل کې د توکیو ننګه کوي یا نه.

د افغاستان سیاسي او پوځي ملګرې، امریکا هم له شمالي کوریا سره د هغه هېواد د اټومي پروګرام پر سر لانجه لري. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا رهبر کېم جونګ اون د فبرورۍ په میاشت کې په ویتنام کې ولیدل خو د دواړو لوریو مذاکرات له کومې پایلې پرته ختم شول.

XS
SM
MD
LG