د لاس رسي وړ اتصالات

زلزلو د جاپان اتومي بټیو ته تاوان رسولی


2013年3月19日,一位男士做过塞浦路斯首都尼科西亚老城的一处街头涂鸦标语。标语写道:“三驾马车滚出去”。“三架马车”指欧盟、欧洲央行和IMF组成的国际借贷集团。
2013年3月19日,一位男士做过塞浦路斯首都尼科西亚老城的一处街头涂鸦标语。标语写道:“三驾马车滚出去”。“三架马车”指欧盟、欧洲央行和IMF组成的国际借贷集团。

جاپان وایي د اتومي بټۍ څخه د وړانگو راوتل کنترول شوي او له محل څخه ویستل شوي کسان د اتومي وړانگو په خاطر معاینه شوي دي. د جاپان د کابینې یو غړی وایي د وړانگو خپریدونه چې له نورمال حالت نه اوچته شوې وه اوس تر کنترول لاندې ده.

جاپان نن په زلزله ځپلي اتومي بټۍ کې وروسته له هغې د اتومي وړانگو د بیا درز او خپریدو سره مخامخ شو چې په دوهم ریکتور کې د سړښت سیستم له کاره ولوید چې دا کیدای شي په تیرو پنځه ویشت کلونو کې د نړۍ ستره اتومي بدبختي وي.

په دې ترڅ کې د توکیو د بریښنا یو چارواکی وویل د فوکوشیما دیاچي په بټۍ کې د وړانگو کچه له امن حالت نه لوړه شوې خو دا ددې معنی نه لري چې د انسانانو روغتیا ته دې سمدستي کوم خطر پیښ کړي.

له بلې خوا تیره ورځ د فوکوشیما د اتومي تاسیساتو په لومړي ریکتور کې له تصادم وروسته په زرگونو کسان له سیمې څخه وویستل شول. فوکوشیما د کوریاما په ښار کې هغه خلک چې د اتومي بټۍ له شاو خوا شل کیلومیترۍ څخه ویستل شوي د وړانگو په خاطر په ځانگړو وسایلو معاینه کیدل.

(.. ښه ده چې ته ډیر رانژدې نه شئ. مونږ اوس د وړانگو کچه ازمایو.)

د جاپان د اتومي چارو د خوندي توب اداره وایي د هغو کسانو شمیر چې په اتومي وړانگو ککړ شوي ښایي شپیتو ته ورسیږي. د سیمې څخه د راویستل شوو کسانو یو خپلوان وایي.

(.. په پیل کې وډاریدو، خو وروسته څرگنده شوه چې دا د اندیښنې وړ خبره نه وه، نو تسل مو وشو.)

د جاپان د کابینې غړي یوکیو ایدانو په یو خبري کنفرانس کې د بټۍ په دریم ریکټور کې د راولاړې شوې اندیښنې په اړه وویل:

(.. که چیرې په دریم نمبر ریکټور کې درز وي نو دا د تهویې پروسه ده او دا د کنترول لاندې ده.)

په داسې حال کې چې د جاپان په یو عمده ټاپو کې د جمعې د ورځې د سختې زلزلې او د هغې په نتیجه کې د رامنځ ته شوي تسونامي توفان راوروسته لا هم قوي ټکانونه روان وو پلټوونکي په پاتې کسانو پسې گرځیدل.

د جاپان د یو چاواکي په وینا اټکل کیږي چې ددې غمیزې په نتیجه کې یواځې په یو ولایت کې د مړو شمیر له لسو زرو واوړي او دا په داسې حال کې دي چې په شمال ختیځې ساحلي ځپیدلې سیمه کې په میلونو پاتې کسان د څښاک د اوبو، بریښنا او سمو خوراکي موادو له کمبود سره مخامخ دي.

د امریکا د جیولوژیکې سروی ادارې دا زلزله د ریکتر اته عشاریه نهه درجې ثبت کړې ده، خو جاپاني مامورینو نن خپل اټکل نهه درجو ته لوړ کړ. دا زلزله تر ټولو سخته زلزله وه چې تر اوسه په جاپان کې ریکارد شوی.

XS
SM
MD
LG