د لاس رسي وړ اتصالات

جاپانی میلیاردر داسې نجلۍ لټوي چې سپوږمۍ ته ورسره ولاړه شي


جاپانی یو میلیارد یوساکو ماییزاوا

د جاپان یو میلیاردر "یوساکو ماییزاوا" د خپل ژوند لپاره په داسې یوې شریکې پسې ګرځي چې د سپوږمۍ په سفر ورسره ولاړه شي.

ټاکل شوې چې دغه ځوان د سپیس ایکس فضايي خصوصي شرکت له لارې سپوږمۍ ته سفر وکړي. هغه په خپل ټویټر کې لیکلي دي: "ولې نغواړی لمړنۍ داسې میرمنه شئ چې سپوږمۍ ته سفر کوي؟"

دغه ۴۴ کلن جاپاني میلیاردر ویلي دي چې په ژوند کې یې د پېسو او نورو برخو خوند څکلی دی او اوس د یوازیتوب احساس کوي او له همدې کبله هلې ځلې کوي داسې یوه نجلۍ پیدا کړي چې د ژوند شریکه یې شي.

هره هغه ښځه او نجلۍ چې غواړي یوساکو سره د واده کولو وړاندیز وکړي، باید مجرده وي، تر ۲۰ کلونو یې عمر زیات وي، په نړۍ کې د سولې او ثبات هیله ولري، فضا ته د سفر لیواله او دغه سفر ته لازمي چمتوالی ولري.

یوساکو وایي چې د دغه وړاندیز وروستۍ نېټه د جنوري ۱۷ ده چې د جمعې ورځ کیږي.

XS
SM
MD
LG