د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو ایف پي: تېر کال د وچکالۍ ځپلو افغانانو شمیر له اټکل څخه زیات و


د خوراک نړیواله اداره وايي تیر میلادي کال کې یې له پنځه میلیونو څخه زیاتو افغانانو ته د خوراکي توکو مرستې برابرې کړي.
د خوراک نړیواله اداره وايي تیر میلادي کال کې یې له پنځه میلیونو څخه زیاتو افغانانو ته د خوراکي توکو مرستې برابرې کړي.

په افغانستان کې د خوړو نړیواله اداره وايي، تېرکال، چې نړیوالې ټولنې د وچکالۍ ځپلو افغانانو کوم شمیر لپاره د مرستو د برابرولو کوم اټکل کړی وو، د هغوی شمیر د اټکل شوي شمیر څخه زیات وو، چې د کال په وروستیو کې دا ادره د مرستو د رسولو د دوام لپاره ستونزو سره مخ شوه.

د "ډبلیو ایف پي" رئیس زالتن میلېسیچ نن چهارشنبه د کب په لومړۍ ورځ په کابل کې د دغې ادارې په ګدامونو کې د افغانستان وچکالۍ ځپلو سره د جاپان د ۱۳ میلیونو ډالرو د نوې مرستې د تسلیمېدو غونډې ته وینا کې وویل، چې په تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کې په ۲۲ ولایتونو کې وچکالۍ د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی وو.

ښاغلي زالتن وویل:" د ۱۳ میلیونو ډالرو د جاپان دغې نوې مرستې ډبلیو ایف پي ته د دې امکان ورکړ، چې له ډیرو هغو کسانو سره، چې مرستې ته اړتیا لرله مرسته وکړو، د یو اعشاریه څلور میلیونو وچکالۍ ځپلو سره زمونږ مرسته دوه اعشاریه پنځه میلیونو وچکالۍ ځپلو ته ورسوو".

د "ډبلیو ایف پي" رئیس وویل، چې د وچکالۍ ځپلو سره د مرستې سربیره دغې ادارې شاوخوا دوه نیم میلیونو نورو افغانانو سره، چې له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي او یا هم له بهرنیو هیوادونو څخه بیرته خپل وطن ته ستانه شوي وو، هم مرسته کړي دي.

هم "ډبلیو ایف پي" رئیس او هم د افغانستان د طبیعي پېښو سره د مبارزې د دولت د وزارت مرستیال محمد قسیم حیدري د جاپان دا مرسته ډېره پر ځای او اړینه وبلله او ویې ویل، چې دغې مرستې د ژمي د پای په ورځو کې د مرستې رسولو چارې پیاوړي کړي.

ښاغلي حیدري وویل:" ډبلیو ایف پي ته د جاپان له هیواد څخه د ۱۳ میلیونو ډالرو په ارزښت وچکالۍ ځپلو سره د خوراکي توکو د مرستو سپارل یو د ډیرو ارزښتناکو او ښو مرستو څخه دي، چې په دې شرایطو کې د افغانستان له دولت سره ترسره کیږي".

ښاغلي حیدري وویل، چې تیرکال ۲۰۱۸ کې ۳۰ زره کورنۍ هرات، ۱۸ زره کورنۍ د بادغیس مرکز قلعه نو او ۶ زره نورۍ کورنۍ غور کې د وچکالۍ له امله بې‌ځایه شوي دي.

دې غونډې ته په کابل کې د جاپان شردافیر کېچي هارا وویل، چې تېر کال په افغانستان کې د خوراکي توکو سخت کمښت د دغه هیواد ډېرې سمیې اغیزمنې کړې وې.

هغه وویل، جاپان پرېکړه وکړه چې د بېړني کمک په چمتو کولو سره له "ډبیلیو ایف پي" سره کار وکړي تر څو په افغانستان کې د وچکالۍ له امله له رامنځته شوي زیان سره مقابله وکړي.

جاپان د افغانستان سره په سترو مرسته رسوونکو هیوادونو کې شامل دی.

دا دهیواد په افغانستان کې د "ډبیلیو ایف پي" د بشري هوايي خدمتونو د پروګرام سره هم مرسته کوي.

په افغانستان کې ډیر بشري مرسته رسوونکي د دغه پروګرام له لارې هغو ولایتونو او سیمو ته د هوا له لارې سفر کوي، چې دا مهال د ځکمې له لارې ورته تګ راتګ ممکن نه دی.

ډبلیو ایف پي وايي دا اداره په اونۍ کې ۲۵ ښارونو ته د مرستې رسونې کارکوونکو د سفر لپاره د هوا له لارې د سفر امکانات برابروي.

XS
SM
MD
LG