د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان صدراعظیم استعفا کوي


ښاغلي ابي ویلي دي‌ د ګوند د نوي مشر تر ټاکل کېدو پورې به خپله دنده روانه ساتي
ښاغلي ابي ویلي دي‌ د ګوند د نوي مشر تر ټاکل کېدو پورې به خپله دنده روانه ساتي

د جاپان صدراعظم شینزو ابي د جمعې په ورځ اګست ۲۸ (وږي۷) وویل چې د روغتیايي ستونزو له کبله له دندې استعفا کوي.

هغه د «کولمو التهاب» په رنځ اخته دی. په دغه رنځ کې د انسان غټې کولمې التهابي کیږي او د مقعد له لارې وینې غورځوي.

ډاکټرن وايي که دا تکلیف زیات او دوامدار شي، د کولمو په سرطان هم بدلېدای شي.

د ښاغلي ابي دنده د ۲۰۲۱ په سپتمبر کې ختمیږي او هغه ویلي دي چې د ګوند د نوي مشر تر ټاکل کېدو او د صدراعظم په توګه یې د پارلمان تر تائید پورې به خپله دنده روانه ساتي.

هغه څه موده مخکې په توکیو کې یو روغتون ته ولاړ چې ځان معاینه کړي، خو د معایناتو په اړه هېڅ معلومات خپاره نشول. داسې انګېرل کېده چې هغه ناروغ دی او استعفا به کوي.

شینزو ابي ۶۵ کاله عمر لري او له ماشومتوب څخه په دغه رنځ اخته و.

دی د جاپان په تاریخ کې تر خپل تره ایساکو ساتو وروسته لومړی صدراعظم دی چې ډېر وخت پرې دغې څوکۍ پاتې شو.

XS
SM
MD
LG