د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان کې په ژوندیو کسانو پسې لا لټون روان دی


جاپان کې په ژوندیو کسانو پسې لا لټون روان دی
جاپان کې په ژوندیو کسانو پسې لا لټون روان دی

په شمالی جاپان کې نورڅه دومره ندی پاتی، ځکه څلور ورځی کېیږ ي چی زلزلی او وحشتناک سمندری توپان د جاپان د شمال سېمی وځبلی په زر ګونو کسان ېې ووژل، د برېښنا ستېشنونه ېې له کاره وغورزول، سړکونه ېې تباه کړل او په نتېجه کې په سوونو زره کسان بې کوره شول.

د فوکوشېما په کورېا ما کې هغه اټومی بټی چی په زلزله کې ېې خساره لېدلی ده ، د اټومی اېنرژی وړانګې ترېنه خپرېږی. خلکو له دغی سېمی نه کډه کړېده اوتښتېدلی دی. ېوشمېر نور کسان په نېمه خرابوشوېو کورو نو کې اوسېږی او ېا کوشش کوی چې ځېنی شېان پکی بېرته له سره جوړکړی.

اکثره تجارتی کاروبارونه بند شوېدی. یوې مغازی دا اعلان ځوړنده کړی و چې له موږ سره ترپالونه،

او د اوبو لوښی نشته دی.

د موټر دتېلو پېداکېدل سخت شوېدی. هغه ځاېونه بند شوېدی چی په چټکی سره به ېې خلکو ته تېل برابرول. ېوازې دعاجلو حالاتو موټرونه ګرځی را ګرځی او تېل ورته پېد اکېږی.

نور تفصیل:

د جاپان د NHK تلوېزېون د سه شنبی په ورځ د حکومت د چارواکېو له قوله ووېل چې تر اوسه پورې د 3091 کسانومړینه تصدېق شوېده. خو په زر ګونو نور کسان لادرکه دي. د ژغورنی ماموران کوشش کوی چې هغه په زر ګونو کسان چې کورونه اوکلی ېې وران شوېدی له هغو سره مرسته وکړی.

په ملېونو کسان خوراکی موادو، اوبو او برېښناته ضرورت لری. خو د مرستو رسولو کارونه په دې باندی ګران شوېدی چې د بنېادی خدماتو د رسولو ټولی بېنادی موسسی زېانمنی شوېدی. حتی تردی اندازې چې چارواکی وايی چی دوی په کافې اندازه تابوتونه نلری چې او ېاهغه خلطی چی مړی پکې اچول کېیږی چې د زلزلی قربانېان پکې واچوی. په دې کې ډېر کسان د شمال غربی برخی ساحل ته وړل شوېدي.

حکومت وايی چې 15000 کسان ژغورل شوېدی او 450،000 کسان دهېواد له مختلفو برخو نه اېستل شوېدی. هغه کسان چې لاتراوسه پورې لادرکه دی هغه ښايی د سمندری توپان په واسطه چې اوبه ېې لس مېتره لوړی وی، وړل شوی او ډوب شوی وي.

پردی سر بېره ، دفوکو شېما په سېمه کې د ژغورنی ماموران اوس هم هلی ځلی کوی چې له هغو کسانو سره مرسته وکړی چې کورونه ېې د جمعی د ورځی د زلزلی له امله له خاوروسره برابر شوېدی.

رپوټ وايی چې ددغی زلزلی قوت 9 درجی سنجول شوېدی. چارواکی وايی چې تراوسه پورې 2400 مړي را اېستل شوېدی خو ګڼ شمېر نور مړی چې ښايی زر ګونو ته ورسېږی لاتراوسه پورې لادرکه دی.

XS
SM
MD
LG