د لاس رسي وړ اتصالات

جیف سیشنز سباته گواهي ورکوي


لوی څارنوال جیف سیشنز د اپریل په ١١ مه -٢٠١٧ کال کې مکسیکو او اریزونا ته سفرونه وکړل، وروسته بیا په یو خبري کنفرانس کې خبرې کوي

د متحدو ایالتونو لوی څارنوال جیف سیشنز به په انتخاباتو کې د روسانو د مداخلې په اړه د سنا داستخباراتو په جرگه گۍ گواهي ورکړي.

د امریکا استازیو د یکشبنې په ورځ وویل دوی غواړي چی لوی څارنوال جیف سیشنز په دې اونۍ کې د سنا د استخباراتو جرگه گۍ ته د تیرکال په انتخاباتو کې د روسیی د مداخلی په اړه گواهي ورکړي.

په دې کې یوه پوښتنه په دې اړه ده چی جیف سیشنز د ایف بي د پخواني رئیس جیمز کومي په برطرفولو کې برخه اخیستی ده که نه .

دموکرات سناتور جک ریډ وویل چې داسی ادعاگانې هم شته چې هغه دروسیی له سفیر سره له اعلان شویو ملاقاتونو نه پرته هم د روسیی د حکومت له استازیو سره کتلی دي. هغه زیاته کړله چی په دې اړه به هم پوښتنی منځته راشی.

دامریکا په تیرو انتخاباتو کې به د روسیی د مداخلی د تحقیقاتو په اړه د عدلیی د وزیر جیف سیشنز سبا دسه شنبی په ورځ گواهي ورکړي.

تیره اونی د پنجشنبی په ورځ د جون په اتمه د سنا د استخباراتو په جرگه گۍ کې د ایف بي آی د پخوانی رئیس جیمز کومی په همدی اړه گواهي ورکړله. د عدلیی وزیر جیف سیشنز په داسی حال کې گواهي ورکوی چی د کانگرس غړی پرروسیی دلاسختو بندیزونو په اړه بحث کوي.

که څه هم دعدلیی وزیر جیف سیشنز دروسیې د مداخلی په اړه تحقیقاتو کې ځان معذور بللی و، خو سناتوران به له هغه نه د ایف بي ای د پخواني رئیس جیمز کومي د تیرې اونۍ د گواهۍ په اړه پوښتنی وکړی .

جیمز کومي په خپله گواهۍ کې نور دلایل هم وړاندی کړل چې جیف سیشنز د روسېې د مداخلې په اړه تحقیقاتو نه لېرې وساتل شي.

د ایف بي آی پخوانی رئیس جیمز کومي وویل: موږ له داسی حقایقو نه خبروو چې دلته ېې په برالا غونډه کې نشم څرگندولی، خو د روسیې د تحقیقاتو په اړه دهغه دوامدار واک او صلاحیت ستونزې پېدا کوي.

د ایف بي آی پخواني رئیس جیمز کومي په ډیره زړورتیا د هغه جمهوررئیس په وړاندې خپل دریځ څرگند کړ چی دی ېې له وظیفې نه برطرف کړی و. هغه د ولسمشر ټرمپ پر اداره تور ولگاوه چی درواغ ېې ویلي دي. هغه د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره داسی مواد وړاندې کړل چی کیدی شي دیوې دعوی په دایرولو کې ترینه کار واخیستل شي.

د ایف بي آی پخوانی رئیس جیمز کومي پنجشنبې په ورځ د جون په اتمه (٢٠١٧ کال) په واشنگټن کې د کانگرس په ماڼۍ کې، د سنا د استخباراتو په جرگه گۍ کې گواهي ورکوي.
د ایف بي آی پخوانی رئیس جیمز کومي پنجشنبې په ورځ د جون په اتمه (٢٠١٧ کال) په واشنگټن کې د کانگرس په ماڼۍ کې، د سنا د استخباراتو په جرگه گۍ کې گواهي ورکوي.

جیمز کوي ٥٦ کلن دي او په قانون کې پخه تجربه لري. خو اوس له دې پوښتنې سره مخامخ دی چی دی به وروسته څه کوي. په سترو شرکتونو کې به د قانوني وکالت وظیفه وگوري اوکه سیاست ته به مخه کړي.

په جیف سیشنز باندی له دې امله کلک اعتراض شوی و چې د روسیی له سفیر سره ېې دخپلو ملاقاتونو په اړه د یوې پوښتنی په ځواب کې هغه رد کړل.

دموکرات سناتور الفرنکین له هغه نه دعدلېې دوزارت لپاره د باور رایه په غونډه کې وپوښتل که چېرې داسی شواهد وي چی د ټرمپ د انتخاباتي مبارزې کوم چارواکي دانتخاباتو په دوران کې د روسیې له حکومت سره خبرې کړې وي نو ته به څه وکړې.

جیف سېشنز چې هغه وخت د عدلیی دوزارت لپاره نوماند و داسې ځواب ېې ورکړ وی. "..زه له دغو فعالیتونو نه خبرنه یم. ما له روسانو سره هېڅ خبرې نه دي کړي، نو زه پرې تبصره هم نشم کولی.

خو بالاخره جیف سېشنز بیا دا ومنله چې دوه ځلې ېې د روسیی له سفیر سرگې کیسلیاک سره په وااشنگټن کې خبرې کړی دي. خوداېې هم وویل چې ده ته ددې مسئلی برالا کول تردې مخکې ضروري ښکاره نشول.

سپینه مآڼۍ وايي ددې هېڅ شواهد نشته چې ولسمشر دې شخصا له مسکو سره دتیرکال د انتخاباتو په اړه کومه مصالحه او تفاهم کړی وي. همدارنگه، د ښاغلی کومي دا ادعا هم ردوي چې وايي ولسمشر ټرمپ په ده باندې فشار راوستی و چې د ملی امنیت د پخواني سلاکار جنرال مایکل فلین په اړه تحقیقات په ټپه ودروي.

دمتحدو ایالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ په دې اړه په ټینگه وویل چې هېڅ ډول مصالحه او د عدالت مخنیوی نشته.

یوشمیر جمهوري غوښتونکی استازي له هغه سره موافق دی. جمهوري غوښتونکی سناتور مایک لي وايي: زه په دې کې د مخنیوي او ممانعت نیت نه وینم؛زه په دې کې د عدالت مخنیوي او فساد امکان هم نه وينم.

خو یو فیدرالی څارنوال چې دولسمشر ټرمپ په اولو شپو ورځو کې له وظیفې نه برطرف شوی و، دامسله ورته بل ډول ښکاري. پریت برار دامریکا پخوانی څارنوال

وايي: دا فو ق العاده جدي مسله ده چې ولسمشر د خپلې خوښې، ملگرتیا او یا شخصي ترجیحاتو پر بنا د قانون د تعمیل ادارو ته وايې چی هغوی ( باید او یا نه باید) یوه خاصه جنايي قضیه د افرادو په برخه کې پرمخ بوزي. په امریکا کې داسی کار نه کېږي.

په عین حال کې د دواړو گوندونو ( جمهوري غوښتونکیو او دموکراتانو) له خوانه په دې مسله په سنا کې ټینگار کېږی چی روسیی ته په انتخاباتو کې د مداخلی سزا ورکړل شی. جمهوري خواه ستانور جان مکین وویل:ددې وخت رارسیدلی دی چی روسیی ته دامریکا پر دموکراسۍ دبرید ځواب په عزم او قوت ورکړل شی. په دې کې شریک هدف او عملي اقدام شامل وي. زموږ آزادۍ ته تردی بل ستر خطر نشته .

دموکرات سناتور چک شومر وايي: ولمسشراو دهغه ادارې دا څرگنده کړېده چې دیته لیوال دي چېپرروسیهد یوڅه مبهمو امتیازاتو په مقابل کې دبندیزونو په لیرې کولو غور وکړي. پکارده کانگرس دا قدرت ولری چې هره فیصله چې د بندیزونو د لېرې کولو په کېږی، هغه بیا وکتلی شي. مخکې له دینه چی بندیزونه لرې شې.

له بل پلوه، د امریکا په کانگرس کې دوه گوندیزې هڅې روانې دي چېپه داسی اقداماتو غور وشي چی پرروسیه باندی نوي بندیزونه ولگول شی. یو اقدام به دروسیی خلاف داینرژۍ په برخه کې بندیز وي.

بل اقدام به داوي چې داگرانه کړي چی پر مسکو باندې په موجوده بندیزونو کې سهولت رانه وستل ‍شي.

دغه اقدامات د یو تعدیل په توگه په هغه قانونی لایحه کې ور زیات شوي دي چی هدف ېې دایران د بیلسټیکتوغندیو پروگرام او د ترهگر ی ملاتړ په نښه کول دي.

XS
SM
MD
LG