د لاس رسي وړ اتصالات

سیشنز، کانګرس ته د روسیې په اړه د ټرمپ سره د خپلو خبرو جزییات ورنکړل


ښاغلې سیشنز هغه تور هم رد کړ چې ګواکي ده د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو د کمپاین پرمهال د روسیې سره د تماسونو د نیولو په هکله کانګرس ته درواغ ویلي دي.

د امریکا لوی څارنوال جیف سیشنز د چارشنبې په ورځ د امریکا د کانګرس غړو ته د یوې استماعیه غونډې پر مهال د روسیې په اړه د ولسمشر ټرمپ سره د خپلو خبرو د جزییاتو ورکولو څخه ډډه وکړه.

ښاغلې سیشنز دغه راز هغه تور هم رد کړ چې ګواکي ده د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو د کمپاین پرمهال د روسیې سره د تماسونو د نیولو په هکله کانګرس ته درواغ ویلي دي.

سیشنز د امریکا د سنا د مجلس د عدلي چارو د کمیټې استعماعیه غونډې ته وویل چې "ما د روسانو سره د کمپاین په اړه هیڅ وخت نامناسبې خبرې نه دي کړي".

د امریکا لوی څارنوال په وار وار د ټرمپ سره د روسیې په هکله د خپلو خبرو په اړه د معلوماتو ورکولو څخه ډډه کړې.

د ولسمشر ټرمپ انتخاباتي ټیم اوس د حکومت تر تحقیق لاندې دی چې دا معلومه کړي چې د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو پرمهال چې روسیې په کښي لاسوهنه وکړه، دوي خو به د روسیې سره همکاري نه وې کړې.

د ښاغلې سیشنز انکار کیداشي د کانګرس ډیموکرات غړي بې حوصلې او په تنګ کړي ځکه هغوي داسې فکر کوي چې په دې کار سره ښاغلی سیشنز نه غواړي چې د ښاغلي ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د ډلې او روسیې ترمنځ د معاملو د روانو تحقیقاتو سره لازمه همکاري وکړي.

ښاغلې سیشنز د خپلې استعماعیه غونډی پرمهال دا هم وویل چې تراوسه پوري خاص تحقیق کونکي رابرت میولر چې د روسیې د مداخلې د معلومولو په برخه کې د یو حکومتي تحقیقاتي ټیم مشري کوي، دده سره د روسیې په تړاو خبرې او تحقیقات نه دي کړي.

روسیې د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې هر ډول مداخله کول رد کړي دي، او ولسمشر ټرمپ هم ویلي دي چې په انتخاباتو کې د روسانو سره هیڅ ډول همږغي نه وه شوې.

XS
SM
MD
LG