د سایټ استخباراتي اداره چې په نړۍ کې د وسله والو ډلو فعالیتونه څاري، دوشنبه اګست ۱۵ (زمري۲۴) ویلي چې په مالي کې د القاعده شبکې پورې اړوندې یوې جهادي ډلې د روسیې څلور اجیر سرتیري په کمین کې وژلي دي.
جماعت نصر الاسلام والمسلمین چې په ساحل کې یوه غټه جهادي ډله ده، په یوې اعلامیې کې ادعا کړې چې د وګنر ګروپ په نامه د روسیې خصوصي امنیتي شرکت څلور غړي یې د مالي په غرنۍ سیمې کې په کمین کې وژلي دي.
د سایټ خبري اژانس تصدیق کړې چې دا اعلامیه ریښتینې ده.
په اعلامیې کې ویل شوي چې د وګنر ګروپ نور غړي د سیمې څخه تښتیدلي دي. په مالي کې د سیمه ایز حکومت دوو چارواکو پیښه تائید کړې خو د مالي د پوځ یو جګپوړي چارواکي بیا دا پیښه نه تائید او نه رد کړیده.
د مالي د بندیاګارا د سیمې یو چارواکي د فرانس پریس خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط تائید کړه چې جهادي ډلې دا روسان وژلي خو نور جزیات یې ندي ورکړي.
روسیه پدې تازه وخت کې د مالي د نظامي حکومت سره ملګرتیا ډیره کړې او پدې هیواد کې د یاغي ډلو سره په جګړې کې یې ملاتړ کوي.
د مالي رژیم په جګړې کې د ملاتړ لپاره د روسیې څخه نظامي سلاکاران راغوښتي خو غربي هیوادونه بیا وایي چې سلاکاران نه بلکې اجیر سرتیري دي چې د یاغیانو په خلاف جنګیږي.
فرانسې هم چې د ډیر وخت راهیسې د مالي عنعنوي متحد دی، پدې هیواد کې د روسي سرتیرو د ځای پر ځای کیدو له کبله خپل نظامي ځواکونه وایستل.
د وګنر ډله په مالي کې ښکاره استازیتوب نلري او تر اوسه یې د خپلو څلورو غړیو د وژل کیدو په هکله هم څه ندي ویلي.
دا ډله په مالي کې سلګونه غړي لري او د تیر کال راپدیخوا یې هلته نظامي فعالیت پیل کړی.
د بشري حقونو د څار ډلې او د سیمې اوسیدونکو پدې ډلې د ملکیانو د ډله ایزې وژنې تورونه لګولي خو د وګنر ګروپ تر اوسه پدې هکله هیڅ هم ندي ویلي.
د روسیې حکومت دا مني چې په مالي کې د وګنر ډله شتون لري خو پخپله د مالي حکومت وایي چې دا خصوصي امنیت شرکت نه بلکې د روسیې پوځي لارښوونکي دي.
دا لومړی ځل ندی چې د القاعده شبکې پورې اړوند دا ډله د وګنر په ګروپ برید کوي.
جماعت نصر الاسلام والمسلمین د همدې تیرې جولای په میاشت کې هم د مالي د پوځ په یوې مرکزي اډې د برید کولو ادعا وکړله او وې ویل چې دا برید ځکه کړی چې د مالي حکومت د وګنر ډلې سره همکاري لري.
اروپایي اتحادیې د وګنر په ګروپ بندیزونه لګولي او دا تور یې پرې لګولی چې د کرملین په استازیتوب مخفي عملیات کوي.
خو د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین وایي چې د ډله د روسیې د دولت په استازیتوب عملیات نکوي بلکې د شخصي نظامي قراردادیادنو یوه ډله ده او که چیرته د روسیې د قانون څخه سرغړاونه ونکړي، د نړۍ په هرې برخې کې فعالیت کولی شي.