د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: له جواد ظریف سره د جان کري لیدنه د قانون خلاف ده


 د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ
د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د امریکا د بهرنیو د چارو د پخواني وزیر جان کري او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف تر ملاقات یوه ورځ وروسته ، دا لیدنه غیرقانوني ګڼلې ده.

ټرمپ پنجشنبې ناوخته په خپله رسمي ټویټر پاڼه کې ولیکل چې "جان کري د ایران له متخاصم رژیم سره ناقانونه لیدنې درلودې چې یوازې کولای شي د امریکا خلکو پر ضد لوی کارونه وکړي. هغه مقابل لوري ته ویلي چې د ټرمپ د حکومت پای ته منتظر پاتې شي."

جمهور رئیس ټرمپ چې جان کري له ایران سره د بد تړون اصلي عامل ګڼلی وو د خپل پیغام په دوام لیکلي"آیا هغه " کري" د بهرنیو استازو سره د اړیکو د ښه والي لپاره نوم لیکنه کړې؟ بد"

هغه څه ته چې جمهور رئیس ټرمپ په خپل ټویټر پاڼه کې اشاره کړې، په امریکا کې یو پخوانی قانون دی چې له مخې یې افراد باید د بهرنیو استازو سره د اړیکو د ښه والي د قانون پر بنست له بهرنیو دولتونو سره د خپلو مالي روابطو په ګډون د فعالیتونو چارې تنظیم کړي.

د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کري روانه اوونۍ اعلان وکړ چې په تیرو دوو کلونو کې یې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف په ګډون ددې هیواد له لوړپوړو چارواکو سره څو ځله کتلي دي.

جان کري ویلي دا ملاقاتونه یې ددې لپاره ندي کړی چې جواد ظریف ته د جمهور رئیس ټرمپ د بهرنیو سیاست سره د مخامخ کیدو مشورې ورکړې بلکې دا لیدنې یې ددې لپاره کړي چې پوه شي ایران د سیمې هیوادونو سره د اړیکو د ښه والي ، د یمن ستونزې د هواري او د سورېې د سولې لپاره څه کولای شي.

د راپورونو له مخې جان کري د اټومي مذاکراتو په چوکاټ کې څو ځله له ایراني چارواکو سره لیدلي دي.

جان کري د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د دیموکراتانو یو احتمالي کاندید شمیرل کیږي.

XS
SM
MD
LG