د امریکا د کانګرس د غړي او د مدني حقونو د مخکښ جان لوېس د جنازې مراسم په خاصو ولسي او دولتي ترتیباتو ترسره کېږي.
د هغه جنازه د دوشنبې او سه شنبې ورځو لپاره مرکز واشنګټن ډي سي ته راوړل شوې ده.
لوېس دویم تورپوستی قانون جوړونکی دی چې جنازه یې د کانګرس ودانۍ ته راوړل کېږي. تېرکال د بل تورپوستي قانون جوړونکي اېلېجه کېومېنګز جنازه د کانګرس انګړ ته راوړل شوې وه.
د یکشنبې په ورځ د لوېس په پلرني ایالت الاباما کې ګڼو خلکو د هغه جنازې ته د درناوي مراتب وړاندې کړل.
د لوېس جنازه د چهارشنبې په ورځ د جورجیا ایالت مرکز اتلانتا ته انتقالېږي او د پنجشنبې په ورځ به د اتلانتا ښار په یوې هدېرې کې خاورو ته سپارل کېږي.
لوېس په روانې اونۍ کې د ۸۰ کالو په عمر د سرطان ناروغۍ له کبله وفات شو.
لوېس د تورپوستو امریکايانو د حقونو د ستر مدافع مارتین لوتر کېنګ له نږدې ملګرو څخه ګڼل کېده.
هغه د تورپوستانو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره ډېرې لوړې ژورې ولېدلې.
لوېس غوښتل چې په الاباما ایالت د "تروي" په پوهنتون کې لوړې زده کړې وکړي خو داخله یې ځکه ترلاسه نکړه چې پوهنتون یواځې د سپین پوستانو لپاره و.
لوېس چې د یوه بزګر په کور کې رالوی شوی و د "فیسک پوهنتون" کې په الهیاتو او فلسفې کې لوړې زده کړې وکړې.
څو کلونه وروسته، د تروي پوهنتون ورته د دکتورا افتخاري سند ورکړ.
لوېس په ۱۹۶۰ کلونو کې د امریکا په معاصر تاریخ کې د مدني حقونو د مخکښ په توګه وپېژندل شو. هغه په ۲۳ کلنۍ کې له مارتین لوتر کېنګ سره نږدې همکاري پیل کړه.
د مدني حقونو په غورځنګ کې د فعالیت له امله لوېس سیاست ته مخه کړه. هغه په ۱۹۸۱ کال کې د اتلانتا ښاري شورا ته بریالی شو او په ۱۹۸۶ کې د کانګرس غړی شو.
لوېس ۱۷ دورې د امریکا د استازو مجلس غړیتوب درلود.