د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د تښتول شویو ژورنالستانو یو کال وروسته


افغانستان کې د تښتول شویو ژورنالستانو یو کال وروسته
افغانستان کې د تښتول شویو ژورنالستانو یو کال وروسته

د ژورنالستانو د دفاع ېوه مطبوعاتي سازمان نن د هغو ٢ فرانسوي ژورنالیستانو د تښتول کېدلو لومړۍ کلېزه ولمانځله چې یو کال مخکې په افغانستان کې وتښتول شول. د دغو دواړو فرانسوي ژورنالیستانو رسم شوي تصویرونه د پاریس په مشهور یادگار Arc de France باندې ځړول شوي دي.

د بې سرحده خبریالانو سازمان د دوو فرانسوي خبریالانو هروی گېسکو یر او سټیفاني ټاپونېر رسم شوي تصویورنه نن خپاره کړل.

د دواړو فرانسویانو د فرانسې د ٣ تلویزون لپاره په افغانستان کې کا رکوه ،چې سړو تښتونکو له ٣ افغانانو سره یو ځای کابل سره نژدی پروسږکال په ډېسمبرکې ونیول.

ویل کېږي چې دواړه فرانسوي ژورنالیستان اوس د طالبانو سره قید دي.

د بې سرحده خبریالانو سازمان وايې چې نن به د پارس د ښار د عمومي تالار مخې ته ددغو ژورنالیستانو په ملاتړ یوه غونډه وکړي.

بې سرحده خبریالانو نن په خپله ویب پاڼه باندې یوه بیانیه خپره کړه او په هغې کې یې د فرانسې جمهور رئیس نیکولا سارکوزي نه وغوښتل چې د نیول شوو ژورنالیستانو سرنوشت او کړاو ته باید د یوې مهمې ملي مسلې په توگه اولیت ورکړي.

په روانه مېاشت کې د فرانسې حکومت وویل گومان کوي چې ددغو دواړو ژورنالیستانو د خلاصون په موضوع کې پرمختگ کېږي. فرانسوي مامورانو دغه تبصره وروسته دهغې وکړه چې طالبانو د نوموړو ژورنالیستانو یو ویډويي فلم ښکاره کړ.

XS
SM
MD
LG