د لاس رسي وړ اتصالات

خبریالان د مشال راډیو د دفتر بیرته خلاصیدل غواړي


Radio Mashaal Logo

په پېښور کې د ژونالسټانو اتحادیې د حکومت نه د مشال راډیو د دفتر د بیرته خلاصولو غوښتنه کړیده. د یادونې وړ ده چې د جمعې په ورځ د پاکستان د استخباراتي ادارې آې ایس آې په سپارښتنه د اسلام اباد حکومت د مشال دفتر د بنیدنو امر کړی و.

آې ایس آې په مشال راډیو تور لگولې دی چې د پاکستان ضد فعالیتونه کوي.

د ژورناستانو لپاره د خیبر اتحادېې مشر سیف الله سیفي د امریکا غږ اردو څانگې ته وویل چې یواځې د استخباراتي ادارې په وینا دومره سخت اقدام د منلو وړ نه دی. هغه وویل چې که حکومت په کومو راپورونو اعتراض لرلو نو پکار ده چې په دغه هکله یې ترینه تحققیات کړی وی.

"دا حکومتونه د دیموکراسۍ نعرې وهي او بیا د داسې اقداماتو سره دا هم ثابتوي چې دوي د یموکراسۍ ضد دي. دا ډول اقدامات د وینا ازادۍ ته سخته ضربه رسوي او خبریالان بیکاره کیږي."

د یادونې وړ ده چې لدې نه مخکې د ژورنالسټانو فیډرالې اتحادیې هم د حکومت نه غوښتنه کړي وه چې د مشال دفتر دې ژر تر ژره بیرته خلاص کړي.

د ازادۍ راډيو مشال څانګه يو خصوصي نشراتي بنسټ دى چې د امريکا د کانګرس له خوا يې مالي ملاتړ کېږي.

دغه راډيو په قبايلي سيمو کې د ډيورنډ کرښې دواړو خواته د مېشتو پښتنو لپاره نشرات کوي.

XS
SM
MD
LG